شماره 62 ، حمل 1392
شماره 62 ، حمل 1392
شماره 62 ، حمل 1392
You also want an ePaper? Increase the reach of your titles
YUMPU automatically turns print PDFs into web optimized ePapers that Google loves.
52

سردار سلطان محمد خان، چي په وطن پلورلو کي تر شاه شجاع کم

نه وو، او د ډیر لږ قدرت تر السه کولو په بدل کي خپل هر دښمن ته

د هر ډول ناروا امتیاز ورکولو ته حاضر وو، په دغه وخت کي هم د

خپل ورور امیردوست محمد خان تر څنګ ونه دریدی او لږه موده

وروسته د رنجیټ سینګه په دربارکي حاضر شو.

امیردوست محمد خان ته له رنجیټ سینګه سره له جنګه پرته بله هیڅ

الره باته نه سوه. د دې جنګ لپاره هغه د جهاد اعالنولو ته مجبور

وو. د جهاد د اعالنولو لپاره یوازي د سرداری لقب کافي نه وو او د

دې مقدسي جګړې د پیل لپاره د امیرالموءمنین صالحیت الزم وو.

هغه د دې مقصد لپاره ځان امیرالمومنین اعالن کړ. د جهاد لپاره یې

د کابل او شاخوا سیمو له صرافانو او شته منو کسانو څخه په زور او

رضا پیسې ټولي کړې او د یوه مجهز لښکر سره یې د پیښور پر لور

حرکت وکړ. سیکهانو د خیبر د سیمي ملکانو او خانانو ته ډیري زیاتي

پیسې ورکړې او ډیرو زیاتو کسانو ته یې تنخواګاني وټاکلې. خو هغه

ملکان د امیر د غزا د تبلیغ په وجه بیرته له امیردوست محمد خان سره

ملګري شول. امیر د خیبر له درې څخه تر تیریدلو وروسته د شیخان

په سیمه کي خیمې ووهلې. رنجیټ سینګه تر دغه وخته پوري فکر

نه کاوه چي امیر به عمالً د هغه جنګ ته راووزي، ځکه یې نو ځان

په ډیر تلوار د پیښور میدانونو ته ورساوه؛ او د ده د رسیدلو سره یې

په عسکرو کي نوې ساه وچلیده. رنجیټ سینګه نه غوښتل چي د امیر

او د هغه له مسلمانو غازیانو سره سمدستي مقابله وکړي، بلکه غوښتل

یې چي د امیر په کمپ کي بې اتفاقي جوړه او بیا نو هغه ته بشپړه

ماته ورکړي. امیر دوست محمد خان له خپله لوري خپل ورور نواب

عبدالجبار خان وټاکی، خو څرنګه چي پر خپل ورور یې هم بشپړ باور

نه درلود نو د هغه د کنټرولولو لپاره یې د آغا حسین په نوم یو بل تن

هم ورسره روان کړ. خو له بده مرغه چي آغاحسین هم صادق نه وو؛

له سیکهانو څخه یې ډیري زیاتي پیسې په رشوت کي واخیستلې او له

هغوی سره یې ژمنه وکړه چي امیر دوست محمد خان به بیله جنګه

بیرته ستنیدلو ته تشویق کړي. رنجیټ سینګه له دې فرصت څخه ګټه

واخیستله او خپلي قواوي او توپخانه یې د امیر د پوځونو پر شاخوا

را وګرځول. په همدغه وخت کي یې خپل طبیب او سالکار فقیر

عزیزالدین او جوسیا هارالن، چي تر دې وخته یې د رنجیټ سینګه په

دربارکي ډیر اعتبار ترالسه کړی وو، د امیر کمپ ته ولیږل او هغوی

ته یې هدایت ورکړ چي امیر بیرته پرشا تللو ته وهڅوي. رنجیټ

سینګه سردارسلطان محمد خان ته هم وظیفه ورکړه چي د هیات سره

په مذاکراتو کي برخه واخلي. خبري ال رواني وې چي امیر ته اطالع

ورسیده چي قواوي یې شاوخوا د سیکهانو پوځونو محاصره کړي

دي. امیر ته یوازي د پر شا کیدلو الره پاته وه؛ ځکه چي د سیکهانو

سره د جنګ د پیل کولو په صورت کي له بشپړي تباهی سره مخامخ

کیدی. له خپل وزیر میرزا سمیع خان سره یې سال وکړه او هغه ورته

وویل چي فقیر عزیزالدین او جوسیا هارالن د یرغمل په توګه ونیسي

او رنجیټ سینګه د پیښور پریښودلو او د زیاتو پیسو ورکولو ته مجبور

کړي. څرنګه چي د سفیرانو بندي کول د ټولو بین المللی اصولو په

خالف کاروو نو امیر فیصله وکړه چي په یوه غشي دوه نښانه وولي.

هم ځان له مسولیته خالص کړي او هم د سیکهانو او سلطان محمد

خان ترمنځ دښمني او بې اعتمادي منځته راوړي. امیر دوست محمد

خان، خپل ورور سردار سلطان محمد خان خپل کمپ ته وباله. هغه

ته یې ډیر سخت سوګندونه ورکړل چي راز به نه وایو او د رنجیټ

سینګه استازي به ستا له کمپ سره یوځای، د یرغمل په توګه، کابل

ته بوزو. سلطان محمد خان سمدستي د امیرپه چل پوه شو خو هغه

یې په ځان پوه نه کړ؛ سو ګند یې ورسره یاد کړ چي ستا له غوښتني

او نقشې سره سم به عمل کوو. امیردوست محمد خان وروسته فقیر

عزیزالدین او جوسیا هاالرن خپل کمپ ته وروبلل، داوړه یې ښه

تهدید کړل او هغوی ته یې وویل چي تاسي دواړه به تر هغه وخته

پوري د افغانانو په کمپ کي د یرغمل په توګه ساتلي یاست، چي

تر څو پوري رنجیټ سینګه سم نیمایی پیښور سلطان محمد خان ته

پرې ایښی نه وي او د ده د پوځي لګښت د جبران لپاره یې څو لکه

روپۍ ورکړي نه وي.

جوسیا هارالن او فقیر عزیزالدین که امیردوست محمد خان ته هرڅه

زارۍ وکړې چي د استازي یرغمل کول د ټولو اصولو په خالف

عمل دی. خو دوست محمد خان پر خپله خبره ټینګ والړ وو او ویل

یې چي سیکهان کافران دي او پخپله پر هیڅ قول او سوګند والړ نه

دي، نو ستاسي سره د عادي استازو په څیر چلند نه شي کیدالی. د

سیکهانو استازي یې سلطان محمد خان ته وسپارل خو هغه د سیکهانو

دواړه استازي په ډیر عزت د رنجیټ سینګه کمپ ته واستول. امیر

د کابل پر لور حرکت وکړ. غیرمنظمو غازیانو یې کمپ چورکړ،

وسلې او مهمات یې یوړل. امیر او میرزاسمیع خان خوشاله وه چي

د رنجیت سینګه سفیران یې یرغمل نیولي دي، او رنجیټ سینګه به

پر خپل عمل پښیمانه شي. امیر ایله د خیبر د درې په پای کي خپلي

اشتباه ته متوجه شو او اطالع ورته ورسیده چي سلطان محمد خان د

سیکهانو له استازو سره د رنجیټ سینګه کمپ ته ورغلی او ورسره

یو ځای شوی دی. )۱۶(

جوسیا هارالن غوښتل چي رنجیټ سینګه به یې د دې وروستي

خدمت په بدل کي د پیښور ګورنر وټاکي، خو رنجیټ سینګه د ده

پر ځاي خپل جنرال هري سینګه نلوه د پیښور ګورنر کړ. لږه موده

وروسته رنجیټ سینګه، چي په شرابو او عیاشیو کي افراط له کاره

غورځولی وو، د ۱۸۳۶ کال په سر کي مغزي سکته وکړه. هارالن یې

د تداوي او طبي مشورو لپاره ور غوښت. داسي ښکاري چي هارالن

رنجیټ سینګه ته د برقي جټکې د ورکولو او تداوي کولو په بدل

کي د یو لک روپیو غوښتنه کړې وه، او رنجیټ سینګه یې غوښتنه