11.07.2015 Views

Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes

Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes

Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes

SHOW MORE
SHOW LESS
  • No tags were found...

You also want an ePaper? Increase the reach of your titles

YUMPU automatically turns print PDFs into web optimized ePapers that Google loves.

د قانون حاكميت؟ د افغانستان د ملى پوليسو د سمون لپاره هڅېقانون د حاكميت په اړه د پوره وړتيا څخه برخمن كېداي نه شي.‏دپوليسو او عدلي څانګو د تقويې لپاره د يوې منسجمې تګلارې پهجوړولو كې وروسته والي د امنيت د برخې د سمون د اركانو د جلاوالي د سياست سره چې د اصلي مرستندويانو او كليدي شريكانو لهخوا لارښوونه كيږي اړه لري.‏ددغه امر د هر ركن په چوكاټ كې دبرياوو د مينځ ته راتګ لامل شوي چې د هغوي په چوكاټ كې برياوې دپلان جوړونې،‏ د بودجې د تامين او د پلي كولو په موخه ظرفيتونو تهاړتيا لري.‏له يو بل څخه د دغو اركانو توپير دقانون د حاكميت د يوې پراخه اوټوليزې ستراتېژۍ په وړاندې چې كولاي يې شواي د څانګو د تګلارود پراختيا او اجرا لپاره يو منظم چوكاټ رامنځ ته كړي خنډونه رامينځته كړل.‏ د پوليسو د برخې د بريالي سمون لپاره بايد د قانون دستراتېژۍ يو پراخه او منسجم حاكميت پلي شي چې د هغه په چوكاټكې د قضايي څانګې او د افغانستان د پوليسو او ملي اردو سمون پهانډول ډول لومړيتوب بندي شي.‏.3د مرستندويانو مرستې دى د كورنيو چارو دوزارت په هراړخيز سمون مشروطې كړئد دغه څېړنې د مركو د تر سره كولو په اوږدو كې دا ټكى درك شو چې دكورنيو چارو د وزارت د سمون څخه پرته د پوليسو د برخې سمون دماتې سره مخ دي.‏ او هغه پانګه هم چې پدې لار كې لګېږي بېځايه ده.‏ دكورنيو چارو وزارت چاپېريال په ښكاره توګه د ګوندبازۍ،‏ فساد اوجرم څخه ډك دي.‏ او يو د هغو لاملونو څخه دي چې د نشه اې توكو پهغير قانوني اقتصاد كې زياتېدونكې اغېزه لري.‏ له 2005 كال راهيسېورځ په ورځ دغه ټكي درك كېږي چې د پوليسو روزنه او سمبالتيا دېته په نه پام كولو چې څوك روزل كېږي يا سمبالېږي ) هغه پروسه چې دولايتي پوليسو يو رئيس هغه ‏”غلو ته د يونيفورم وراغوستل“‏ ګڼي)،‏ډېرې اغېزمنې پايلې نشي درلودلاي،‏ مګر په هغه صورت كې چې هغهټول جوړښت چې پوليس په هغه كې عمل كوي – يعني د كورنيو چارووزارت هم اصلاح شي.‏ كه څه هم د كورنيو چارو د وزارت د معاش اورتبې وركولو په جوړښتونو كې په2006كال كې د پام وړ پرمختګراغلئ دئ،‏ نه يوازې د پوليسو په برخه كې بلكه د وزارت په ټولو برخوكې د سمون په موخه د يوې لاپراخه كړنلارې پلي كول هم اړين دي؛پدې شرط چې دغه اصلاحات دوامداره او ګټور وي.‏د يوې فني مسئلې په توګه د پوليسو د سمون مسئلې ته ليوالتيا شتهچې مسلكي حل لارې غواړي نه د دې مسئلې درك چې د كورنيو چارود وزارت سمون په لومړۍ درجه كې يو سياسي عمل دي او يوېسياسي ستراتېژۍ ته اړتيا لري چې په ډېر ځير سره طرحه شوې وي اود دولت او نړيوالې ټولنې لوړپوړي چارواكي هم د هغه ملاتړ وكړي.‏ پهتېرو پنځو كلونو د سمون لپاره د هڅو يوه لويه نيمګړتيا د كورنيوچارو د وزارت د ګوندي توب او په هغه كې د جرمونو او فساد دتشخيص او خبرو اتر كچې د پراخ كار لپاره د سياسي ارادې نشتواليدي.‏ مرستندويان بايد خپلې مرستې ډېرې د كورنيو چارو د وزارت پرهر اړخيز او له لوړ څخه ټيټ لوري ته پر سمون مشروطې كړي.‏ د دغهصورت څخه پرته د دوي مرستې د پوليسو د سمون د پروسې د مختهبېولو لپاره بېځايه لګېږي.‏.4د پوليسو څرنګوالي ته د هغوي پر شمېروركړئلومړيتوبد بېړنيو پېښو لكه د ولسمشرۍ ټاكنې او د طالبانو د بلواوو زياتواليپه پايله كې د لنډ مهالو حل لارو پيدا كولو ته لېوالتيا شته چې دپوليسو شمير ته د هغوي د كړنو پر څرنګوالي لومړيتوب وركوي.‏ دغهډول ليوالتيا په خپل وار منفي اغېزې لري . د بېلګې په توګه كولاي شود بلواوو پر ضد عملياتو د ملاتړ لپاره د افغانستان د مرستندويو مليپوليسو د جوړښت د 2006 زيږديز كال پرېكړې ته ګوته ونيسو.‏ دا ډولاقدامات چې د پوليسو دشمېرې د سملاسي زياتوالي لپاره كېږي،‏ دګټور پوليسي ځواك د جوړېدو اوږد مهالې موخه تر پوښتنې لاندېراولي.‏ په عين حال كې په ځينو سيمو كې د لږو پوليسو ځواكونوشتونيوه جدى ستونزه ده،‏ له دى لا زياته جدى ستونزه داده چېاوسني سيمه ايز پوليس زياتره فاسد او نااغېزمن دي او تر هغه ځايهچې خلك وايي دوي د زيان سبب ګرځې نه د ګټې.‏په فساد او جرم د پوليسو او(‏ نورو دولتي ارګانونو)‏ ككړتيا د دولتمشروعيت راكموي چې نن ورځ په افغانستان كې د بې ثباتۍ تر ټولولوي لامل دي.‏ د پوليس ځواكونو د شمېر زياتوالى يوازې هغه وختګټور ثابتېداي شي چې د پوليسو د كړنو د كيفيت په اړوندپرمختګونه د كورنيو چارو دوزارت د سمون،‏ د غړو په منلواوآزمايښت كې زيات ځير،‏ د ښې روزنې وړاندې كول،‏ د كورني كنټرولد سيستمونو غښتلي كول او د يوې اصلاح شوې قضايي څانګې سره داړيكو ټينګښت په څير كارونو له لارو تر سره شي.‏ لكه څرنګه چېxi

Hooray! Your file is uploaded and ready to be published.

Saved successfully!

Ooh no, something went wrong!