Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
You also want an ePaper? Increase the reach of your titles
YUMPU automatically turns print PDFs into web optimized ePapers that Google loves.
د دغه ادارى د موضوعى مقالو د خپرونې لړۍنفوذ خاوندان دي. 180 لكه څرنګه چې يوه پخواني پوليس رئيس شكايتوكړي چې:ټول كليدي بستونه د افغانستان د يوه ولايت په وسيله ادارهكيږي او دا د افغانستان نورو قومي ډلو ته د منلو وړ نه ده. يو181وزارت بايد په پوره توګه د يوه ولايت لخوا كنټرول نه شي.كه څه هم د افغانستان تړون ليك د قومي نظره د انډول ملي پوليسو اوسرحدي پوليسو ځواك د جوړېدو غوښتونكي دي سره لدې هم دپوليسو د غړو او مربيانو د قومي سابقې په اړه هيڅ ډول رسمي سندنشته. له هغه ځايه چې د افغانستان د ملي پوليسو كابو ټول پوليسمنصبداران په سيمه ايزه كچه ګمارل او په چوپړ بوخت كېږي، په ټيټوپوړو كې د قومي انډول ساتنه كومه ارزښتناكه مسئله نه ده. په حقيقتكې د ژبنيو توپيرو شتون او د قومي ډلو په مينځ كې د ډاډ نشتوالي تهپه پام، د څو قومي پوليسي ځواك شته والي په ځانګړي ډول په هغوسيمو كې چې د قومي لحاظه سره يو شي نه دي د افغانستان د مليپوليسو او د كورنيو چارو وزارت د اغيزمنتيا كچه كمزورې كوي. داپه داسې حال كې ده چې د افغانستان د ملي پوليسو او د كورنيو چاروپه وزارت كې د قومي انډول ساتنه د سازماني مشروعيت په اړه ډېراړين رول لري. دغه امر د قومي ونډې ويشلو په مانا نه دي كوم چېكولاي شي د وړتيا پر بنسټ د غوره كولو (انتصاب) د سيستم د182جوړولو لپاره هڅې كمزورې كړي. بلكه د يوه مركه كوونكي په وينا،د قومي انډول ساتنه پدې مانا ده چې ”مونږ بايد څوك د قوميت پر183بنسټ غوره او يا و نه ګمارو او بايد د قوميت څخه انكار هم ونكړو“سپارښتنه: د مرستندويانو مرستې د كورنيو چارو دوزارت په هراړخيز سمون مشروطې كړئد كورنيو چارو د وزارت سمون ته څو كلونه مخكې اړتيا احساسېده. دكورنيو چارو په وزارت كې زياتې ارزونې تر سره شوې او مسلكيمشاورين په كار ګمارل شوي. له 2005 كال راهيسې دغه ټكي ته پامشوي دي چې د افغانستان د ملي پوليسو روزل او تجهيز كمه اغېزهلري او د هغه په څنګ كې د پوليسو عملياتي تشكيل يعني د كورنيوچارو وزارت هم ناسم شوي پاتې دي. كه څه هم د 2005 كال راهيسې دمعاش او رتبې وركولو او د كورنيو چارو د وزارت د سمون په اړه ډېرنوښتونه تر سره شوي، مګردغه هڅې په لومړي قدم كې د كورنيو چارووزارت د پوليسو پر برخې پورې محدودې شوې دي.له 2002 كال كې راهيسې چې د سمون پروسه پيل شوېده هڅه كېږي ترڅو د پوليسو د سمون پروسه يوې مسلكي مسئلې په توګه څرګنده كړلشي كومه چې مسلكي لارو چارو ته اړتيا لري. مګر د كورنيو چارو دوزارت سمون په لومړي قدم كې يو سياسي عمل دي چې د دولت دلوړپوړو چارواكو او د نړيوالي ټولني په همكارۍ د يوې ګډېستراتيژۍ مينځ ته راوړل غواړي. د كورنيو چارو د وزارت د هر اړخيزسمون لپاره (نه يوازې د پوليسو په برخه كې) د يوې پراخې تګلارېشتون د سمون د هڅو د دوام او اغېزمنتيا لپاره يو اړين امر دي. لكهڅرنګه چې سفير هيلمت فريك د جرمني د سمون د هڅو سرپرست،اشاره كوي:د اوسنۍ سمونيزې پروسې لويه نيمګړتيا د كورنيو چارو دپوليسو له څانګې څخه پرته تړاو لرونكي دي. په پيل كې مونږفكركاوه چې د پوليسو يوه ښه څانګه كولاي شي د وزارت نوروبرخو ته هم پراختيا ومومي او پر هغوي باندې ښه اغېزه وكړي. خواوس مهال د دغه وړاندوينې برعكس پېښيږي – پوليس د184كورنيو چارو د وزارت د ملكي برخې تر اغيزې لاندې دي .د كورنيو چارو وزارت چې د پوليسو د بريالي سمون، د نشه اې توكود بښنې د نړيوال سازمان د 2003 كال رپوټ ته پام تر د پوليسو د اكاډمۍ تر 90 په سلو كې زيات زده كوونكي د كابل په شمال كې د تاجيك ميشتو ولايتونو څخه دي . دبښنې نړيوال سازمان، افغانستان:د پوليسو بيا جوړول د بشر د حقوقو د ملاتړ لپاره اړين ګام"،د 2003 مارچ ، 21 مخ. په دې وروستيو كې يوه نړيوال مقام چې د معاشونو او رتبو د سمون په پروسه كې په كار بوخت دي اټكل كړي چې 75په سلو كې د پوليسو ولايتي رئيسان تاجيك او زياتره يې د پروان د ولايت څخه دي . د افغانستان د څيړنې او ارزونې اداره مركه ، د نومبر 18 مه 2006.د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، كابل، د 2006 كال د نومبر 21مه نيټه.د پوليسو يوه ولايتي رئيس وويل : «زه د قومي انډول اصل نه منم. قومي انډول پدې مانا دي چې مونږ بايد د بېسواده خلكو څخه ټولنې جوړې كړو . مونږ بايد بې صلاحيته خلك و نه ګمارو، توپير نلريچي د كوم قوم څخه دي». د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارې مركه، د 2006 كال د نومبر د مياشتې 27مه نيټه.د افغانستان د څيړنې او ارونې ادارې مركه، 2006 كال د نومبر د مياشت 23مه نيټه.همغه، د 2006 كال د نومبر د مياشتې 25مه نيټه.18018118218318456