Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
Create successful ePaper yourself
Turn your PDF publications into a flip-book with our unique Google optimized e-Paper software.
د قانون حاكميت؟ د افغانستان د ملى پوليسو د سمون لپاره هڅېغبرګون سازمان منځنۍ ډلې لخوا مخته بېول كيږي چې د هغه غړيعبارت دي له:د افغانستان لپاره د نظم او قانون د وجهې صندوقمرستندويان، د اروپا د ټولنې ځانګړى نماينده ګې دفتر او يوناما. پهستراتيژيكه كچه د پوليسو د همغږۍ نړيوال هيئت د پوليسو د همغږۍد ترټولو لوړ مقام په توګه عمل كوي او د افغانستان د پوليسو د سمونلپاره نړيوالې هڅې همغږې او لومړيتوب بندي كوي. د پوليسو دچټك غبرګون سازمان د منځنۍ ډلې لمړنۍ غونډه د 2007 كال د مارچپه مياشت كې په لاره واچول شوه چې د هغه رياست د جرمني په غاړه اود دارالانشا دنده يې د ناروې په غاړه ده. نور غړي يې عبارت دي له: دكورنيو چارو وزارت، په افغانستان كې د اروپايې ټولنې د پوليسوپلاوى، د امنيت د اوښت ګډه قومندانې–افغانستان، آيساف،يوناما، ناروې، كاناډا، برتانيا، د ولايتي بيا رغونې ټيمونه او اړوند87پوځي منصبداران.دارالانشاء د پوليسو د همغږى نړيوال هيات عملياتي څانګه او د هغهتر ادارې لاندې ډلې همغږې كوي او د پوليسو د سمون په پروسه كې دنړيوالې ټولنې د غړو اړيكې آسانه كوي. د دارالانشا دنده د لاندېمسائلو لپاره د ګډو هڅو همغږي كول دي: د پوليسو روزنه، روزنيز(تعليمي)ملاتړ، د ملي پوليسو د تشكيل سمون، مربيان اومشاورين، آسانتياوې، انساني مرستې، ښځينه پروژې او د رپوټوركونې سيسټم.دارالانشاء همدارنګه د ادارې د كورنيو چارو، داطلاعاتو د مديريت، زده كړې او ګمارلو، د مرستو څرك موندل او د88پروژو مديريت هم په غاړه لري.د پوليسو د همغږى نړيوال هيت د جوړېدو په وخت كې يوه هغه مسئلهچې تر غور لاندې ونيول شوه دغه ټكي ؤ چې آيا دغه هيات د اداريمراتبو د سلسلې سره يو پرېكړه كوونكي مقام وي او كه يوازې دهمغږۍ او د اطلاعاتو د راكړې وركړې لپاره يو په ځاي ميكانيزم. يولويديځوال ډيپلومات په خپله مركه كې داسې ويلي دي چې ”دغه اند دخپلې ځانګړې محدودې څخه نه دي پراخ شوي. نوموړى هيات يوپرېكړه كوونكي مقام نه دي او بودجه هم نلري، بلكه د نظرونو او د89معلوماتو د راكړې وركړې لپاره يو ميكانيزم دي“. په پاي كې په دېپرېكړه وشوه چې دغه هيات د مراتبو ظريفه ځنځير ولري. د اوبرين پهعقيده، ”دغه هيات به كوم مخامخ ځواك نه لري مګر د همغږيكوونكي هيئت په توګه به عمل كوي“،او د هغه موخه د پوليسو دسمون په اړه د يوه واحد ليدلوري رامنځ ته كول دي يا په بله بڼه دپوليسو د سمون لپاره همغږې شوې هڅې او د ملي پروګرامونو سره د90پوليسو د سمون د يوځاي كولو لپاره يو واحد ميكانيزم.د همغږۍ پر وړاندې ستونزېدپوليسو د سمون لپاره په هڅو كې د ياد وړ پرمختګ سره سره لا تراوسه هم لويې ستونزې شته دي. د پوليسو د څانګې لپاره د يوه ګډليدلوري يا تګلارې د نه شتون په صورت كې څرنګه كولاي شواغيزمنې همغږۍ ته لاسرسى پيدا كړو (په دې اړه به تفصيل سره بحثوشي). د پوليسو په څانګه كې دنړيوالو عاملينو يوله بل څخه توپيرلرونكي ليدلوري او تګلارې تر يوې برخې د هغوي د قانونيسيستمونو او پوليسو د توپير سره تړلي دي. د بېلګې په توګه قانون دحاكميت د پراختيا لپاره د پوليسو د ځواك د جوړولو پر سر د جرمني دليد لوري او د امنيت د اوښت د ګډې قومندانې لومړيتوبونه د پوليسود شمېرې د چټك زياتوالي په هكله او د هغه فعاليت د نيمه پوځېځواكونو په چوكاټ كې په سهيل كې د طالب اورپكو سره د مبارزې پهموخه لوي توپير موجود دي. د پوليسو د سمون لپاره د يوې ګډېستراتيژۍ نشتوالي چې د ټول هېواد اړتياوو ته ځواب ووايي،دسمون لپاره د هڅو همغږي د اطلاعاتو د راكړې وركړې څخه كومپورته شي نه دي.د همغږۍ د ستونزو څخه يوه بله يې د امنيت د اركانو تر مينځ پهځانګړي ډول د پوليسو د څانګې او د قضائيه ځواك تر مينځ دكمزورې همغږۍ ځواكمن كول دي. د دغه تشې د ډكولو په موخه په دېوروستيو كې ځينې هڅې شوې دي، چې له هغې ډلې هغه سيمينار چېد جرمني او ايټاليا لخوا په ګډه د ملي پوليسو او د څارنوالۍ ترمينځ دهمكارۍ د لوړوالي په موخه د 2006 كال د اګست په مياشت كې په لارهد دوبۍ د دوهم كنفرانس رپوټ 3مخهد پوليسو د نړيوالې همغږۍ د پلاوي د جوړښت او دندو په اړند زياتره وړاندې شوي معلومات او د هغه دارالانشا د دوبۍ په دوهم كنفرانس كې وړانديز شوي دي. دغه ستراتېژي په افغانستان كې دامريكې د امنيت ګډې قوماندانۍ لخوا وړاندېز شوېده.د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، كابل، د 2006 كال د نومبر 29مه نيټههمغه.8788899027