Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
Create successful ePaper yourself
Turn your PDF publications into a flip-book with our unique Google optimized e-Paper software.
د دغه ادارى د موضوعى مقالو د خپرونې لړۍ95دوهم چوكاټ: روزنيزې دورې، مركزي روزنيز مركز او سيمه ايز روزنيزه مركزونه2 1، او 3مه شميره اساسى كورسونه. شميره 1 اساسى كورس، 9 مياشتنۍ ورودي كورس دي چې د باسواده زده كوونكو لپاره مخ ته بېولكيږي او شميره 2 اساسى كورس هم همدا ډول دي، مګر د بې سواده زده كوونكو لپاره ځانګړي شوي دي (په دغه كورس كې رپوټ ليكنه،ياددښت ليكنه او د شاهدينو د څرګندونو د اخيستلو شامل نه دي). په 2006 كال كې يو نوي اساسى كورس د شميره 3 اساسى كورس په نامه دشميره 2 اساسى كورس په ځاي په لاره واچول شو . په شميره 3 اساسى كورس كې د پنځو اوونيو لپاره د سواد د زده كړې يو پروګرام، او د هغهڅخه وروسته د نهو اونيو لمړنۍ دوره پيل كيده. بعضې مربيان د دغه څېړنې په اړوند مركو كې څرګنده كړېده چې 5 اوونۍ سوادي روزنه پهزده كوونكو كې د سوادي مهارتونو د رامنځ ته كولو لپاره په هغه كچه چې وكولاي شي په اساسى كورس كې په پوره توګه ګډون وكړي بسنهنه كوي.د پيوستون شميره 2 1، او شميره 3 لنډ مهاله پروګرامونه. د پيوستون لنډ مهالې پروګرام كورسونه د خدمت په څنګ كې پرمختلليكورسونه دي چې د شميره 2 1، او شميره 3 اساسى كورسونو د فارغانو د راوروسته زده كړو لپاره مخ ته بېول كيږي (كه څه هم د د پيوستون لنډمهاله پروګرام يو شمېر ګډونوالو يوه لمړنۍ دوره نه ده پوره كړې). د پيوستون لنډ مهاله لمړئ پروګرام يو پرمختللي كورس دي چې دخدمتپه حال كې منصبدارانو لپاره ځانګړي شوي او د افغان ملي پوليسو د باسواده غړو لپاره په لاره اچول شوي دي، او د پيوستون لنډ مهالېدويم پروګرام يو دري اوونيز او د پيوستون لنډ مهالې د لمړي پروګرام تكميلي دوره ده . د پيوستون لنډ مهاله دريم پروګرام يو نوي پنځهمياشتني كورس دي چې د شميره 1 او 2 لنډ مهالو پروګرامونو د كورسونو په ځاي به په لاره واچول شي؛ د دغه كورس پاي ته رسول د افغانملي پوليسو د خدمت په حال كې غړو لپاره ډير اړين دي. د پيوستون لنډ مهاله دريم پروګرام درۍ كورسونه په لاره اچوي چې عبارت دي لهالف، ب او ج (A، B او C) څخه چې په ترتيب د ټيټ پوړو، مينځ پوړو او لوړ پوړو منصبدارانو لپاره په لاره اچول كيږي.نورې تخصصي دورېپه دغو دورو كې د افغانستان د ټولنيزو ملي پوليسو لپاره د روزنيز كورس، د سرحدي پوليسو لپاره د روزنيزكورس، د جنايي څيړنو يو كورس، د منصبدارانو لپاره يو سيمه ايز روزنيز پروګرام، د ګرمو سلاګانو څخه د ګټې اخيستنې د لارو چارو يوروزنيز كورس ، د مربيانو د تربيې يو كورس، د چلولو او پوليسي ثبت او ضبط په اړه كورسونه، د كورنيو چارو په وزارت كې د فساد سره دمبارزې يو كورس، او تخصصي روزنيز كورسونه د مسلكي معيارونو د واحد د پوليسو د تكتيكي زده كړې نوښت او د ښځينه پوليسوواحدونو لپاره كورسونه په هغه كې شامل دي.روزنيزو مركزونو كې پوليسي زده كړې كړې وې. د 2006 كال د جون تر60،00096مياشتې تر زياتو كسانو په دغه مركز كې زده كړه كړېده.مګردغه شمېره د ډيرئ هغو منصبدارانو څخه جوړه ده چې يوازې يېپه (د پيوستون لنډ مهالې دري مياشتنئ كورس لومړى مرحله كې) چې97په لمړيو كې وړاندې شو، ګډون كړي نه په لومړى نهو مياشتنياساسى او دوهم پنځه مياشتني اساسى كورس چې دواړه يو پر بلپسې په لاره واچول شوو.د پوليسو په روزنه كې تر ټولو لويه ننګونه د ګرځنده (ساتونكو)پوليسو او د افغان ملي پوليسو په نويو غړو كې د بې سوادۍ لوړهكچه ده. اټكل شوي چې د افغاني ملي پوليسو 30 په سلو كې د لوستلواو ليكلو وړتيا لري، 98 چې يوه ډېره ټيټه فيصدي ده. د بېلګې په ډول دكندز په سيمه ييز روزنيز مركز (RTC) كې د هرو 887 فارغينو څخهچې د جنوري او نومبر په مينځ كې فارغ شوي، يوازې 7 كسه باسواده99وو.نه يوازې دا چې نويو غړو ته د سواد زده كړه ډېره ستونزمنه دهبلكه دا خبره هم ده چې د هغه پوليس ځواك څخه چې د سواد كچه يېد لازياتو معلوماتو د تر لاسه كولو لپاره مراجعه وكړئ: (عمومي څيړونكي، "د سازمان مينځي ارزونه")، 64م مخ.د متحده ايالاتو د ځواب وركونې دفتر، په افغانستان كې امنيت:د اردو او پوليسو د جوړښت په هڅو كې پرمختياوې راغلې دي مګر راتلونكي پلانونه بايد په ښه ډول څرګند شي "، د نړيوالو اړيكوكميټې ته وړاندې شوي رپوټ ،د نمايندګانو مجلس، د 2005 كال د جون مياشت. 19-21 مخونه.همهغه 7م مخهمهغه، 19م مخد كندوز د سيمه ايز روزنيزه مركز د سيمه ايز قوماندان د مرستيال سره د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، د 2006 كال د نومبر د مياشت 28مه نيټه.959697989930