11.07.2015 Views

Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes

Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes

Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes

SHOW MORE
SHOW LESS
  • No tags were found...

You also want an ePaper? Increase the reach of your titles

YUMPU automatically turns print PDFs into web optimized ePapers that Google loves.

د دغه ادارى د موضوعى مقالو د خپرونې لړۍ5. اساسى مسايل او وړانديزونه.1.2.3.4.5د 2005 كال راپدېخوا په نړيواله ټولنه كې د افغانستان د يوه ګټورپوليسي ځواك د جوړېدو د ارزښت كچه لوړه شوېده.‏ د دغه مسئلېنسبتاً‏ په ځنډ سره درك د پوليسو په برخه كې د سمون په موخه د هڅولپاره د زياتو مالي او ځاني مرستو د ځانګړي كولو لامل شويدي.‏ چېپه پايله كې يې د پوليسو د برخې د سمون پروګرامونه په لويه پيمانهپراخه كړي دي.‏ لوي عاملين – په ځانګړي ډول د افغانستان دولت،‏متحده ايالات او په افغانستان كې د اروپايي ټولنې د پوليسو پلاوئ– د دغو سرچينو د بې ځايه نه لګښت او د افغانستان د ملي پوليسو دبريالي سمون په موخه بايد لاندې ټكي په نظر كې ولري:‏د افغانستان د ملي پوليسو د ونډې لپاره د يوه ګډ لرليد او ددغه لرليد د پلي كولو لپاره د يوې ګډې تګلارې پراختيا.‏د قانون د حاكميت يوه پراخه او منسجمه ستراتيژي پراخه اوپلې كړي؛ په دغه ستراتيژۍ كې بايد دغه ټكئ په نظر كې ونيولشي چې د پوليسو سمون د قضايي برخې د سمون څخه بغيرشونئ نه دي.‏د مرستندويانو مرستې لومړيتوب بندي كړئ او هغوي ته دكورنيو چارو د وزارت هر اړخيز سمون د يو شرط په بڼه وړاندېكړئ چې د هغه څخه بغير د پوليسو د برخې سمون د ماتې سرهمخ كېداي شي.‏د پوليسو دكړنو څرنګوالي ته د ځواكونو پر شمېر لومړيتوبوركړئ او د افغانستان د ملي پوليسو د ځواكونو د شمېر دزياتوالي لپاره د لنډمهالو حل لارو د وړانديز څخه ډډه وكړئ.‏د امنيت د څانګې مالي ثبات ته لومړيتوب وركړئ.‏1. 5، يو ګډ لرليد او ستراتېژيتر ټولو بنسټيزه مسئله چې په افغانستان كې د پوليسو د برخې دبرياليتوب لپاره اړينه ده،‏ د افغانستان د ملي پوليسو د ونډې لپاره يوګډ لرليد او ددغه لرليد د پلي كولو لپاره د يوې ستراتيژۍ شتون دي.‏په ځانګړي ډول اړينه ده چې ‏”د پوليسو لپاره د جرمني لرليد“‏ چې دپوليسو څخه د ټولنيز نظم د ساتونكي ځواك په توګه كار واخيستلشي،‏ او ‏”د پوليسو لپاره د متحده ايالاتو لرليد“‏ چې د پوليسو څخهدې د امنيتي ځواك په توګه كار واخيستل شي چې د هغه لويه دنده دبلواوو سره مبارزه ده،‏ د[شرايطو]‏ سره سم كړل شي.‏ د افغانستان د مليپوليسو لپاره په نظر كې نېول شوې ونډې د ګمارلو،‏ زده كړې،‏ تجهيزاو د پوليسو د نويو غړو د ساتنې همدارنګه د پوليس ځواكونو دتركيب او شمېر په اړوند ځينې استلزامات در لودلي دي.‏ په داسې حالكې چې د پوليسو دبرخې د سمون د پيل څخه پنځه كاله تېريږي د يوهګډ لرليد او ستراتيژۍ نشتوالي سمونيزې ‏(اصلاحي)‏ هڅې په جديتوګه كمزورې كړي دي او د څانګو د عاملينو تر منځ همغږي ستونزمنهاو پيچلې كوي.‏دسمونيزې پروسې ډېر سندونه شته چې د پوليسي ستراتيژۍ دشاخصونو څخه جوړ شوي وي لكه:‏ د پوليسو قانون،‏ د معاشونو اورتبو د سمون پروسه،‏ د تشكيلاتو سمون،‏ او د ملي امنيت ستراتيژي.‏مګر دغه موارد حتي په شريك ډول د پوليسو په برخه كې ديوې هراړخيزې ستراتيژۍ په توګه نه دي.‏ په هغه څېړنه كې چې د متحدهايالاتو د دولت د ځواب وركونې د دفتر لخواد2005كال د جون پهمياشت كې د افغانستان ملي پوليسو او ملي اردو ته د متحده ايالاتود مرستو په اړه شوې،‏ دغه ټكي ته يې ګوت نيونه كړي چې:‏ ‏”د متحدهايالاتو او د جرمني د بهرنيو چارو وزارتونه هيڅ يو هم دپوليسو د145برخې د بيا جوړونې د پوره كولو لپاره كوم پلان نه لري.‏ د دوبۍ پهدوهم كنفرانس كې چې د 2006 كال په اكتوبر كې داير شو د پوليسومربيانو د پوليسو په برخه كې اوسني نامنظمې تګلارې او يوې واحدېتګلارې د شتون د اړتيا ستونزه بيان كړېده:‏تر اوسه په بيا رغونه او د قانون په پلي كولو كې بوخت خپلواكملتونه ا وسازمانونه د خپلو ملي كړنلارو سره سم پر مخ تلل.‏ ددغه ټكي جوتېدل مونږ ته دا روښانه كوي چې مالي او ځانيسرچينې په قصدي ډول او د فعاليتونو د تداخل او تر يوه ځايه دSecurity” ،GAO, “Afghanistan 19 مخ14544

Hooray! Your file is uploaded and ready to be published.

Saved successfully!

Ooh no, something went wrong!