Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
Create successful ePaper yourself
Turn your PDF publications into a flip-book with our unique Google optimized e-Paper software.
د دغه ادارى د موضوعى مقالو د خپرونې لړۍپنځم چوكاټ: آيا پوليس ځواكونه د" توپ"خوراك كېږي؟د څلوركلنې دورې په اوږد و كې په عملياتو كې د وژل شويو پوليسو شمېر له 9 څخه 627 كسو ته زيات شوي دي. د 2007 كال د جون په لمړيوكې د كورنيو چارو وزارت يوه وياند اعلان وكړ چې د مارچ له وروستيو راهيسې له 200 څخه زيات پوليس منصبداران وژل شويدي . 156 د دغهكچې سره سم په (2007-2008) 1386 كال په عملياتو كې د پوليسو د وژل شويو شمېر تر 1،000 تنو اوړي. پوليسو ته لوي زيانونه، په كمو هغوولايتونو كې چې هلته بلواوې رامنځ ته كيږي اوښتي دي چې د دغو زيانونو كچه حتي په يوه لويه ستونزه بدلوي. دورځو په اوږدو كې يوازې په كندهار كې 41 تنه د ملي پوليسو منصبداران وژل شوي دي . 1572006-2007د ژمي د52په بلواوو كې د پوليسو د وژل شويو د شمېر زياتوالي د دغه مسئلې چې د ملي پوليسو ځواكونه د طالبانو سره په جګړه كې د”توپ“ خوراكګرځي په اړه د اندېښنې د زياتوالي لامل شويدي. د كاناډايي پوليسو يو منصبدار چې په كندهار كې د پوليسو دزده كړې يو پروګرام مخ تهوړي وويل:د پوليسو ځواكونه يوازې د يوې لس ورځنې روزنيزې دورې په پاي ته رسولو او د تجهيزاتو د تر ټولو كمې كچې په درلودلو سره دپوځي ځواك په توګه كارول كيږي؛ چې يو بېځايه كار دي . 158د يوه بل تن مركه كوونكي په وينا، هغه پوليس چې لږ زده كړه يې كړېده او د كمو تجهيزاتو څخه برخمن دي، د”توپ د خوراك“ په توګه كارولكيږي. نوموړي همدارنګه زياته كړه چې د پوليسو د شمېر د زياتوالي لپاره فشار تر يوه ځايه د دغه واقعيت له كبله دي چې د افغانستان د مليپوليسو د معاش كچه د افغانستان د ملي اردو په پرتله كمه ده .- " كولاي شئ د ملي اردو د يوه منصبدار په معاش د افغانستان د ملي پوليسو1594 تر 5 تنو منصبدارانو ته معاش وركړئ".پوليس د هغه عملياتو د ترسره كولو لپاره چې د افغانستان د ملي اردو سرتيري هغه ته ښه چمتو والي او تجهيزات لري، داسې اټكل شويدي چې د طالبانو سره په اوسنيو جګړو كې، د ملي اردو د هر سرتيري د وژلو سره د افغانستان د ملي پوليسو 24 منصبداران وژل كيږي. . 160زياتره مركه شويو پوښتنه كوله چې ولې په سهيل كې د ملي اردو د ځواكونو زياته فيصدي نه دي ميشت شوي. د دغو كسانو په اند ددغه امردليل ددغه ځواك په ښكاره آزمايښت كې سياسي ځند ؤ چې په واقعيت كې د افغانستان د ملي اردو د باور د خرابېدو او د ملي اردو څخه دتيښتې د كچې د لوړتيا د مخنيوي په موخه تر سره شو . 161پوليسو ته داوښتو زيانونو په كچه كې د پام وړ زياتوالي، په ځپل شويو سيمو كې د پوليسو د ونډې په اړه د يوې فورې څېړنې اړتيا ښيي.پوليسي تجهيزاتو، سرچينو او زده كړې ته اړتيا بايد و ارزول شي، او د كم روزل شويو او د كمو تجهيزاتو لرونكو پوليسو (په ځانګړي ډول دافغانستان مرستندوي ملي پوليس) څخه د بلواوو د ځپونكي ځواك په توګه د ګټې اخيستنې د لارو چارو په هكله بايد په بنسټيزه توګه بيافكر وكړل شي. هر چېرې چې شونې دي د افغانستان د ملي اردو روزل شوي او ډېر مجهز سرتيرې بايد د افغانستان د نسبتاً امنو سيمو څخهوويستل شي او د افغانستان د ملي پوليسو او د افغانستان د مرستندويو پوليسو د كارولو د اړتيا د كمښت په موخه په ځپل شويو سيمو كېميشت شي.Jason Motlagh, “Taliban strikes kill police at record rate”, The Washington Times, 8 June 2007, www.washtimes.com/world/20070607-105400-5808r.htm, accessed 12 June 2007.Murray Brewster, “Kandahar cops making progress in street-survival skills, says RCMP”, Canadian Press, 3 February 2007.Tom Blackwell, “Canadian Forces accused of leaving Afghan police in lurch”, National Post (Canada), June 2007, www.canada.com/nationalpost/news/story.html?id=a76ebf3a-e4f9-4606-8e5d-8722ef84d8d8&k=9357, accessed 12 June 2007.د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، كابل، د 2006 كال د نومبر 30مه نيټه.Stephanie Levitz, “Afghan police still weak link in effort to secure Afghanistan”, Canadian Press, 10 June 2007, www.cbc.ca/cp/world/070610/ .13w061011A.html, accessed 12 June 2007.د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارې مركه، كابل، 21 او 23.15615715815916016148