Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
Create successful ePaper yourself
Turn your PDF publications into a flip-book with our unique Google optimized e-Paper software.
د دغه ادارى د موضوعى مقالو د خپرونې لړۍ91واچول شو. متحده ايالاتو هم په دې وروستيو كې د پوليسو او دقضائي څانګې د سيمه ايز ادغام پروژه پيل كړېده چې د همغږۍ لپارههڅه كوي. ددې سره سره د قانون د حاكميت لپاره د يوې هر اړخيزې اومنسجمې تګلارې نشتوالي چې د پوليسو او قضايه ځواك پر وړاندېله يوبل څخه د جلا اركانو په توګه عمل و نكړي، د داسې پوليسځواك لرليد چې په افغانستان كې به د قانون حاكميت پلي كړي هيڅوخت عملي جامه اغوستلي نه شي.په داسې حال كې چې په كابل كې د پوليسو د څانګې د همغږۍ لپار ه ديادولو وړ هڅې شوې دي، لاتر اوسه هم په كابل او د سيمه ايزوروزنيزو مركزونو او د ولايتي بيا رغونو د ټيمونو ترمنځ ارتباطي اوهمغږيزې تشې په ولايتي او سيمه ايزه كچه شته دي. د دغې څيړنېلپاره كندز ته د يوه سفر په ترڅ كې دا جوته شوه چې په سيمه ايز روزنيزمركز كې د امريكې متحده ايالاتو د DynC<strong>or</strong>p د شخصي امنيتيكمپنۍ كاركوونكو د جرمني د ولايتي بيا رغونې په ټيم كې د آلمانيپوليس مشاورينو د كار څخه پوره خبرتيا نه درلوده او برعكس. دپوليسو د سمون د يوې ګډې تګلارې په نه شتون كې، هر ولايتي بيارغونې ټيم د دوي د پوليسو پروګرام د خپلو ملي سياستونو پر بنسټمخ ته وړي، په پايله كې هغه ګډ اقدام چې د لاډېرې همغږۍ لامل شينه تر سره كيږي. د امنيت د اوښت ګډه قومندانې تر منځ د همغږۍ د نهشتون يوه بله ستونزه د پراخه او كوچنيو پروګرامونو په كچه دي چېزياتره وخت د يوه يا دوو پوليس مشاورينو سره په ليرې پرتو سيمو كېد ولايتي بيا رغونې په ټيمونو كې تر سره كيږي.مرستندويانو تر منځ د همغږۍ لويې ستونزې شته دي چې بايد هغه تههم پاملرنه وشي. د بېلګې په توګه د كورنيو چارو وزارت او د دفاعوزارت تر مينځ د خړوپړو اړيكو شتون د امنيتي څانګې د همغږۍلپاره هڅې يې د خنډ سره مخ كړې دي. همدارنګه د پوليسو او دقضايې ځواك تر منځ كمزورې اړيكې هم د پوليسو د سمون پر وړاندېد ځينو ستونزو لامل ګرځېدلې دي.د پوليسو د څانګې د مرستندويانو لپاره يوه بله ستونزه د كورنيوچارو د وزارت فاسده مشرتابه ده. د پوليسو د سمون د پروګرامپراختيا او پلي كول د هغه وزارت په همكارۍ چې په پراخه توګه نه وياصلاح شوي - او سمون (اصلاحاتو) ته يې كمه لېوالتيا ښودلې ده –غالبا يو بيځايه امر دي. د دې سره سره د دولت په وسيله د پوليسو دسمون د پروسې مشري ارزښتناكه ده او د مرستندويانو خپلواك92حركت به هم تر پايه تحمل نه شي. په هغه صورت كې چې د كورنيوچارو وزارت او ولسمشر حامد كرزى د كورنيو چارو د وزارت سمونته په جدي توګه ژمن نه دي. په افغانستان كې همغږۍ او د پوليسو دسمون د لا ښه والي لپاره هڅې نه بريالي كيږي. د پوليسو د سمونهمغږي بايد د كورنيو چارو د وزارت له كچې څخه پراخه شي او د مليامنيت شوراي او د امنيتي څانګې د سمون د همغږۍ كميټې ته داخلشي. 92 د هغو مركو په اوږدو كې چې د پوليسو د سمون په اړوند تر سرهشوې دي دغه ټكې ډېر ټكان وركوونكې ؤ چې د ملي امنيت د شورايپه اړوند چې په نظر كې ده د افغانستان د امنيتي سياستونو اوستراتيژيو په پراختيا كې ارزښتناكه ونډه ولري، هيڅ خبره نه ده93شوې.په پاي كې، لكه څرنګه چې د دغه برخې تمركز د مرستندويانو پرمرستو دي، د افغانستان د دولت په مينځ كې او د دولت اومراجعه وكړئ: د څارنوالۍ او د پوليسو تر مينځ د ښې همغږۍ په اړه د ايټاليا- جرمني د ګډ سيمينار رپوټ ته، كابل، د 2006 كال د اګست د مياشتې 12-13.د " په يواځينۍ توګه د كړنې" د تګلارې په هكله بحث د افغانستان د ملي اردو د بيا جوړونې لپاره ، دغه ټكئ لومړئ د امريكې د متحده ايالاتو په وسيله د دفاع د نا اصلاح شوي وزارت سره و كارولشو. د نورو معلوماتو لپاره لاندې سرچينې ته مراجعه وكړئ: ”په افغانستان كې د امنيتي سكتور سمون: د سلا پالنې په لور “، مارك سدرا، نړيواله سوله، 13م ټوك، لومړۍ ګڼه 1 د.2006 مارچ 106مخ91929328