Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
Create successful ePaper yourself
Turn your PDF publications into a flip-book with our unique Google optimized e-Paper software.
د قانون حاكميت؟ د افغانستان د ملى پوليسو د سمون لپاره هڅېميليونو ډالرو غوښتنه يې كړې ده. دغه شمېره درۍ اوونۍ وروسته 25ميليون ډالرو ته راښكته شوه. په سهيل كې د لازياتو پوليسو د اړتيا پهاړه د لومړنيو بحثونو آخري پايله د بيا انډول د طرحې پلي كول وو چې58د هغه لګښت 8 ميليونه ډالره ؤ.مسلكي پوليس له ټولو زيات د مرستندويو ملي پوليسو مخالف دياو پوښتنه كوي چې څه اړتيا ده چې د مرستندويو ملي پوليسو څخهګټه واخيستل شي په داسې حال كې چې د دوي توپير له نورو ځواكونوسره يوازې څو اوونۍ زياته روزنه ده. د پوليسو يوه سيمه ايز رئيسپوښتنه وكړه: ”ولې مونږ مرستندوي پوليس جوړ كړل؟ ولې مو د هغهپر ځاي د دايمې او منظمو پوليسو شمېره زياته نه كړه؟ د دوى تنخا خو59يو برابر ده“. نورو اشخاصو پدې اړه اندېښنه څرګنده كړه چې د شبهنظاميانو كمه روزنه او د هغوي نوم بدي كولاي شي د پوليسو اعتبارته زيان ورسوي. د كندهار د پوليسو يوه چارواكي څرګنده كړه: ”د دغوپوليسو په مينځ كې جنايتكاران او د نشه اې توكو مصرف كوونكيليدل كېږي. . . خواشينوونكي حقيقت دادي چې دغه اشخاص د دايمياو منظمو پوليسو يونيفورم اغوندي. 60 د يوه ولايت د والي معين چېمخكې د پوليسو منصبداروو، وويل: د افغانستان د مرستندويو مليپوليسو جوړول ”ښايي په لنډمهال كې يو مثبت او ښه كار و ارزول شيمګر په اوږد مهال كې يو منفي او زيان اړونكي امر دي؛ ځكه چې دغهافراد مسلكي نه دي او مونږ هم نه پوهېږو چې هغوي به په راتلونكېكې د چا لپاره وجنګېږي“. 61 په پاي كې د ولايتي پوليسو يوه رئيسوويل: ”د يوه ښه پوليس ارزښت د لسو مرستندويو ناروزل شويو62پوليسو سره برابر دي".زياتره نړيوال مشاورين هم د افغانستان د مرستندويو ملي پوليسو لهجوړولو سره مخالف وو. ځينو يې وړانديز وكړ چې د مرستندويوپوليسو د جوړېدو مخكې بايد د افغانستان د ملي پوليسو په ځانګړيتوګه د نارښتينو پوليسو د شكمنو پوستونو ډكولو ته لومړيتوبوركړل وشي. د پوليسو يو نړيوال مشاور د هغه كمزورې كوونكېاغيزې په اړه چې ښايي د افغانستان مرستندوي ملي پوليس يې دافغانستان په ملي پوليسو ولري، اندېښنه څرګنده كړه:د افغانستان د مرستندويو ملي پوليسو غړي يوازې د لسو ورځوروزنيزې دورې د پاي ته رسولو وروسته د يونيفورم خاوندانكېږي.... مرستندوي پوليس د دايمي پوليسو د روحيې د كمزوريكېدو لامل كېږي. ولې بايد د ملي پوليسو سره يوځاي شو؟ او نهمياشتې روزنيزه دوره پاي ته ورسوو؟ پداسې حال كې چې كولايشو د مرستندويو پوليسو سره يوځاي شو او د لس ورځېروزنيزې دورې د پاي ته رسولو سره د همغه يونيفورم، معاش ،63تجهېزاتو او مقام خاوندان كېداي شو.د افغانستان د پوليسو په اړه 2م نړيوال كنفرانس چې دكال په 2006اكټوبر كې د 12 هېوادونو څخه د پوليسو د مشاورينو او همدارنګه پهافغانستان كې د امريكې د امنيت ګډه قومندانۍ او آيساف په ګډونپه دوبۍ كې جوړ شو، په رپوټ كې يې څرګنده شوه چې:د زياتو مذاكراتو او وړاندېزونو وروسته د ګډونوالو اكثريت چېد نړيوالو پوليسو استازي وو، د افغانستان د ملي پوليسو پهدننه كې د مرستندويو پوليسو د جوړښت سره خپل مخالفتڅرګند كړ. سره لدې هم د افغانستان دولت د دغه پوليسو دجوړښت حكم صادر كړ. همدارنګه په دې مسئله هم توافق وشوچې نړيواله ټولنه بايد لدې پرېكړې سره موافقه وكړي او پدېبرخه كې د دولت سره مرسته وكړي.همغه، د 2006 كال د نومبر 30مه نيټه.د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، لوګر، د 2006 كال د نومبر 22مه نيټه.د اسوشيتيد پريس رپوټ، 25 د نومبر د 2006 د.فيسنيك ابراشي لخوا.د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، لوګر، د 2006 كال د نومبر 22مه نيټه.همغه، تخار، د 2006 كال د نومبر 27مه نيټه.د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، كابل، د 2006 كال د اكټوبر 16مه نيټه.د دوبۍ د دوهم كنفرانس رپوټ 9 مخه5859606162636417