Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
You also want an ePaper? Increase the reach of your titles
YUMPU automatically turns print PDFs into web optimized ePapers that Google loves.
د دغه ادارى د موضوعى مقالو د خپرونې لړۍد متحده ايالاتو لرليدد متحده ايالاتو پوځي ځواكونه چې اوس مهال د پوليسو د برخې دسمون لوي مرستندويان او پلي كوونكي دي، د افغانستان د مليپوليسو لپاره د هغه لرليد په وسيله چې پوليس يو امنيتي ځواك ديچې د هغه دنده د بلواوو سره مبارزه ده، لارښوونه كيږي. دغه نظر دنړيوالو امنيتي چارو د وزير د مرستيال په هغه ياددښت كې چېدمتحده ايالاتو د بهرنيو چارو او دفاع د وزارتونو د متحده ايالاتو دپوليسو د پروګرام په اړه د عمومي څېړنو د دفترونو د څيړنې په ځوابكې وړاندې شوي ؤ څرګند شو.نوموړي څرګنده كړه چې ددغه ياددښت له لارې د افغانستان دملي پوليسو لپاره د پلان شويو عملياتو تنوع په رسميت پيژني. دافغانستان د ملي پوليسو لومړي عمليات، د يوه نړيوال معيارسره سم د دموكراتيكو او ملكي پوليسي چارو تر سره كول وو.اوس مهال د افغانستان ملي پوليس د بلواوو پر ضد د عملياتوپه ټولو مرحلو كې ديوه كليدي عامل په توګه شمېرل كيږي. ننورځ د افغانستان د ملي پوليسو رول توپير پيدا كړي /پراخهشوي او كولاي شي د ډول ډول زده كړو، تخصصاتو او تجهيزاتوواجبوونكي وي.150د عمومي څيړنو د دفترونو په رپوټ كې د پوليسو پر دندو د بلواووسره د مبارزې د دندې زياتوالي هم ذكر شوي دي:د پوليسو د پروګرام نوښتونه چې د سياست ايښودنې په ډګر كېد سفير لارښوونو ته اړ دي، د معاشونو او رتبو د سمون، دپوليسو پر دندو د بلواوو سره د مبارزې د دندې زياتوالي، د نيمهپوځي اړينې زده كړې تر سره كول او د بلواوو ضد عملياتو لپاره د151سلاح چمتو كول پكې شامل دي.متحده ايالات د افغانستان د ملي پوليسو په دننه كې د نيمه پوځيوړتياوو د لوړولو د ملاتړ لپاره يوازې نه دي. د حيرانتيا ځاي نه ديچې د آيساف د ځواكونو سره چې د افغانستان په سهيل كې په پوځيچارو بوخت دي د مرستندويو هېوادونو لخوا ډېر زيات ملاتړ تر سرهكيږي. په سهيلي سيمه كې د افغانستان د نورو سيمو په پرتله د بلواووضد عملياتو لپاره د لا زياتو امنيتي ځواكونو اړتيا ډېره احساسكيږي. د ځينو هېوادونو استازو څرګنده كړې كه چېرې د ناټو د نوروغړو هېوادونو لخوا په سهيل كې ډېر ځواكونه ځاي په ځاي شوي واي،د بلواوو ضد عملياتو كې د افغانستان پر ملي پوليسو د تكيې اړتيا بهډېره كمه واي.ځينو مركه شويو په دې اړه بحث وكړ چې لكه څرنګه چې د افغانستانملي پوليس د افغانستان د ملي اردو، د ائتلاف او ناټو د څو مليتيزوځواكونو په پرتله د طالبانو لخوا ډېر زيان او ضرر ويني، د نيمه پوځيزده كړې اصلي موخه داده چې تر څو هغوي وكولاي شي له دې لارې لهځانه ښه دفاع وكړي. 152 لكه څرنګه چې په پنځم شكل كې وينئ په تېروپنځو كلونو كې د عملياتو د وژل شويو او ټپي شويو ځواكونو كچه پهځانګړې توګه په 2005 كال كې د طالبانو د بيا پيدايښت راهيسې پهڅرګند ډول زياتوالي پيدا كړي دي. په كندهار كې د يوه كاناډاييپوليس مربي په وينا، ”تر هغه ځايه چې مونږ او تاسو پوهيږو پهافغانستان كې ملكي پوليسي چارې نه تر سره كيږي او دغه مسئلهځينې ګواښونه هم لري. دلته دغه پوليس منصبداران زياتره وخت د153جګړې په لومړۍ ليكه كې دريږي، هغوي يو نيمه پوځي ځواك دي. “دغه مسئله د دې پوښتنې د رامنځ ته كېدو لامل كيږي چې آيا پوليس154ځواكونه د طالبانو سره په جګړه كې د توپ خوراك كيږي، او آيا دبلواوو په ضد د پوليسو د ونډې په اړه بايد تجديد نظر وشي. (پنځمچوكات وګورئ)د عمومي څيړنو دفترونه، "د سازمان مينځي ارزونه"، 93 مخهمغه، 41 مخد افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، كابل، د 2006 كال د نومبر 29مه نيټه.Murray Brewster, “Kandahar cops making progress in street-survival skills, says RCMP”, Canadian Press, 3 February 2007.د توپ خوراك"،يوه غير رسمي اصطلاح ده چې د پوځي غړو په اړه ترې كاراخيستل كيږي . چې د دښمن په وړاندې قرباني كېدونكو ځواكونو په توګه ترې كار اخيستل كيږي. دغه اصطلاح په ټوليزهتوګه په هغه حالاتو كې كارول كيږي چې په هغه كې سرتيري اړ ايستل كيږي چې د ستونزمنو او ناهيله كوونكو شرايطو سره سره ، جګړه وكړي. مراجعه وكړئ: http://en.wikipedia.<strong>or</strong>g/wiki/Cannon_fodder.15015115215315446