Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
You also want an ePaper? Increase the reach of your titles
YUMPU automatically turns print PDFs into web optimized ePapers that Google loves.
د دغه ادارى د موضوعى مقالو د خپرونې لړۍناوړه پوليس كولاي شي د يوه تندلاري طالب په پرتله د مونږ189برياوو ته زيات زيان رسولاي شي.ډګرجنرال كارل ايكنبيرىداسې ښكاري چې د پوليسو د برخې سياستونه چې د ائتلاف دځواكونو د پخواني لوړ پوړي قوماندان د پورتنې وينا په خلاف غالباً دپوليسو شمېرې ته د دوي د كړنو پر څرنګوالي لومړيتوب وركوي. د2006 په وروستيو كې متحده ايالاتو پرېكړه وكړه چې دكسو 62،000څخه چې د افغانستان په پرېكړه ليك كې تصويب شوي دي82،000كسو ته د پوليس ځواكونو د زياتوالي په موخه فشار زيات كړي. د دغهشمېر د زياتوالي پرېكړه وروسته د 2007 كال په اپريل كې د همغږۍ اوڅارنې ګډ دفتر لخوا و منل شوه. شمېر ته د كړنو پر څرنګوالي دلومړيتوب وركولو تر ټولو څرګند مورد د 2006 كال په وروستيو كې پهسهيل كې د بلواوو د رامنځ ته كېدو په اړه د يوه لنډ مهالي غبرګون پهتوګه دافغانستان د مرستندويو پوليسو ډېر چټك جوړول دي. د ملپاسوال ګيرى اوبرين، د امنيت د اوښت د ګډي قومندانې د قوماندان داووم چوكاټ: څه شي ثبات ته ډېر زيان رسوي – سمون او كه نه سمون؟د كورنيو چارو د وزارت د سمون د پروسې د سستوالي په اړه يو دليل چې ياد شوي دا دي چې دغه چاره كولاي شي په بالقوه توګه د بې ثباتۍلامل وګرځي. دغه دليل د كرزي د ټينګې عقيدې سره سم دي. نوموړى دولت او زياتره ځواكمنو او د نفوذ لرونكو څوكيو ته د سياسي اورښتينو رقيبانو د راوستلو پر كړنلارې (پراخه چت) باندې ډېر زيات باور لري. دغه سياست په لومړيو كې د متحده ايالاتو تر مشرۍ لاندې دائتلاف د ځواكونو لخوا خپل شوي ؤ، لكه څرنګه چې متحده ايالاتو نه غوښتل چې د افغان جنګسالارانو او سياسي ګوندونو تر منځ جګړه ددې لامل شي چې دوي د خپلې موخې څخه (چې د تروريزم پر وړاندې جګړه) اوپه افغانستان كې د طالبانو ماتې څخه وه، منحرف شي. مګر دوخت په تېرېدو سره متحده ايالاتو او نړيوالې ټولنې د امنيت په ټينګښت او د قانون په حاكميت او همدارنګه دولت ته د مشروعيت وركولوپه برخو كې د فعالو دولتي ارګانونو په ارزښت وپوهېدل.ولسمشر كرزي تر اوسه پدې باور دي چې په دولت كې رقيبانو ته ځاي وركول له هغې ډلې د بشر د حقوقو تر پښو لاندې كوونكي او ګونديمشران او په دولت كې د دغه بلواګرو ساتل د هېواد د امنيت او ثبات سره مرسته كوي. ځينې نيوكه كوونكي په دې باور دي چې دغه مسئله د”جلايې كړه او حكومت پرې وكړه“ يا ”اوبه خړې كړه او كبان ونيسه“ دناوړه سياستونو له كبله دي، يا په ساده ډول په جدي پرېكړو كې د كرزيد ناتوانۍ له كبله دي. نيوكه كوونكي په دې اړه بحث كوي چې دغه دښمنان د دولت د سمون د هڅو مخالفين دي او د كرزي د دولت دنااغيزمنتوب او نه محبوبيت اصلي لاملين دي نو لدې كبله د امنيت د وضعې په خرابوالي كې لويه ونډه لري.د افغانستان په شمال كې د امنيتي وضعې كړكيچن والي، د نشه اې توكو په توليد او قاچاق كې ښكاره زياتوالي او د كرزي د دولت دمحبوبيت چټك كموالى بايد ولسمشر او مشاورينو ته داپوښتنه پيدا كړي چې آيا د "پراخه چت" كړنلاره د امنيت د ټينګېدو سره مرستهكوي او كه د ناامنۍ د ډېريدو سره.نړيوال پاليسى جوړوونكې هم بايد دغه كړنلاره تر پوښتنې لاندې راولي او له ځانه وپوښتي چې څه شى د بې ثباتۍ لامل ګرځي – سمون او كهنه سمون؟ كه د كورنيو چارو وزارت هر اړخيز سمون ډېر بې ثباته كوونكي تر سترګو كيږي، يا كه د كرزي دولت د ملاتړ لپاره همداسېسياسي اراده و نه ښيي، مرستندوي هېوادونه هم بايد پدې برخه كې تجديد نظر وكړي چې آيا د لويو مالې مرستو چې د پوليسو د سمون پهڅير نوښتونو د پلي كولو په موخه تر سره كيږي كوم تضمين شته. د روزل شويو او مجهزو پوليسو فعاليت په يوه نا سم شوي او دقومي اوګوندي سياستونو څخه ډك وزارت كې چې د نشه اې توكو په قاچاق كې هم لاس لري، كولاي شي يوه ناوړه اغېزه ولري او پوليس په داسېيوه ځواكمن ارګان بدل كړي چې د امنيت د ټينګېدو په ځاي د افغانستان امن ته د يوه ګواښ په توګه عمل وكړي.”افغانستان: نيم پاي ته رسېدلي كار“ د بي بي سي د خبرونو له ټولګې څخه، ليس دوسيت، د 2006 كال د ډسمبر د مياشتې 4 مه/http://news.bbc.co.uk/go/pr/fr/-/2/hisouth_asia/6205220.stm.18958