Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
Create successful ePaper yourself
Turn your PDF publications into a flip-book with our unique Google optimized e-Paper software.
د”د دغه ادارى د موضوعى مقالو د خپرونې لړۍ.1پوليسواو د عدالت كميسيون په برخو و ويشل شو.په كابل كې د پوليسو او د قانون د حاكميت په چارو كې بوختچارواكي د اروپايي پوليسو په اړه دوه اندېښنې لري. لمړئ دا چې دپوليسو د سمون لپاره د يوې اوږدمهالې ژمنې او د دغه ژمنې د پليكولو لپاره د انساني او مالي زېرمود ملاتړ د نه شتون په صورت كې دپوليسو په اړوند د پروګرام جوړول بېځايه دي. د يوه لويديځ هېواد دسفارت د يوه چارواكي په وينا "مونږ د ډېرو افرادو او پيسو هركليكوو، خو مونږ د اروپايي ټولنې مشرتابه پرته د بسيا كوونكو زېرمو د77شتون څخه نه غواړو". دوهم: د اروپايي پوليسو پروګرام بايد يواستراتيژيك ليدلوري ولري او د پوليسو لپاره د يوه روزنيز پروګرام دجوړولو په موخه هڅه وكړي. د تېرو پنځو كلونو د ارزښتناكو درسونوڅخه يو (چې په تفصيل سره د بحث لاندې نيول كيږي) دغه دي چېلمړنئ تمركز د ځواكمنو پوليسو د زده كړې او تجهيز لپاره د بنسټيزواړتياوو د پوره كولو په برخه كې پاتې راغلي دي. يو بل ارزښتناكلوست دادي چې د پوليسو ځواك د يوه ښه او كارګر قضايي ځواك پهنه شتون كې قانون نه شي پلي كولاي. او د جلا امنيتي اركانو په توګه دقضايه او پوليسو د ځواك سره مختلف چلند يوه كمزورې تګلاره ده. دپوليسو او قضا په دواړو څانګو كې د اروپايي هېوادونو د مشرتابه پهنظر كې نيولو سره اروپايي ټولنه د قانون د حاكميت د مسئلې په اړه پهټوليزه توګه او د پوليسو او قضا په اړه په ځانګړې توګه د يوې هراړخيزې او منسجمې تګلارې د مخ ته نيولو لپاره مناسب فرصت لري.پر روزنه او تربيه د اروپايي پوليسو د تمركز په اړه د اروپايي ټولنېپريكړه او د يوه جلا قضايي پروګرام څخه د اروپايي كميسيون ملاتړ داروپايي ټولنې د غه فرصت د ګواښ سره مخ كوي.د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام-د افغانستان لپاره دنظم او قانون وجهې صندوقد متحده ايالاتو او جرمني پر خلاف چې د پوليسو د سمون له پروګرامڅخه په نېغه توګه ملاتړ كوي، د پوليسو د څانګې سره د زياتره نړيوالومرستندويانو مرستې د افغانستان لپاره د نظم او قانون صندوق لهلارې تر سره كيږي.دغه صندوق چې په 2002 كال كېتاسيس شو، دملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام لخوا اداره كيږي او د يوهګرځوونكې كميټې لخوا يې لارښوونه كيږي چې د كورنيو چارو دوزارت، د ماليې وزارت، جرمني د اصلي همكار په توګه، يو ناما، دملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام او د پوليسو د څانګې د نورومرستندويانو د استازو څخه جوړه شوېده. ګرځوونكې كميټې د 2006كال د مي په مياشت كې دغه صندوق د 2008 كال تر مارچ پورې تمديدكړ . دغه صندوق د پوليسو اړوند پانګې وركوي چې په لاندې ترتيب78سره لومړيتوب بندي شوي دي:.2.3.4.52دد پوليسو معاشونهد پوليسو د نه وژونكو تجهيزاتو چمتو كول ، اداره او ساتلد پوليسو د تاسيساتو بيارغونه، اداره او ساتنهجنسيت ته لاره وركول (د پوليسو ټاكل، ګمارل او روزل)د سازمانونو پراختيا5د دغه صندوق سره نړيوالې مرستې چې كومې خاصې مسئلې ته نه ديځانګړې شوې ټولې د پوليسو د لومړيو لګښتونو په لاره كېمصرفيږي –تر هغه وخته چې كلنۍ پانګې په پوره ډول برابرې شي. او79وروسته نورلګښتونه د نه ځانګړيو شويو پانګو څخه د تاديې وړ دي.له هغه ځايه چې صندوق زياتره وخت د بودجې د كمښت سره مخ دي، دڅخه تر لومړيتوبونو ته د ځانګړو شوېو لګښتونو څخه پرته دصندوق ټوله بودجه د پوليسو د معاشونو او اړتياوو د پوره كولو لههغې ډلې د خواړو د توكو دلګښت په موخه كارول شوېده. دوهم جدولد (2007-08) 1386 مالي كال د معاشونو او مكافاتو د لګښتونو توپير62،000ملي پوليسي ځواك لپاره راښيي (د ملي پوليسو د زياتشوي 82،000 كسيز شمېر لپاره مفصل معلومات لا تراوسه په واك كېنشته).د پوليسو معاشونه د دولت د معاشونو د سيستم له لارې وركول كيږي.چې د هغه په موخه د كورنيو چارو وزارت د خزانې ډيپارټمنټ بوديجهولايتونو ته ليږدوي. صندوق د لګښتونو د تسليمۍ د رپوټ د تر لاسهكولو وروسته هغه پانګه د كورنيو چارو وزارت ته سپاري. دپوليسو دهمغه، كابل، د 2006 كال د نومبر د مياشتى 29مه نيټه.په افغانستان كې د ملګرو ملتونو پرمختيايې پروګرام، د افغانستان لپاره د نظم او قانون د صندوق پروژه،www.undp.<strong>or</strong>g.af/about_us/overview_undp_afg/sbgs/prj_law_<strong>or</strong>der.htm,accessed 13 January 2007.1384 كلنۍ رپوټ ، د قانون او نظم سره مرسته ، دريمه دوره، د 2005 كال د اپريل لومړۍ نېټه – د 2006 كال د مارچ 31مه نېټه.“ كابل، د 2006 كال د مي مياشت. 5 مخه.77787922