Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
You also want an ePaper? Increase the reach of your titles
YUMPU automatically turns print PDFs into web optimized ePapers that Google loves.
د قانون حاكميت؟ د افغانستان د ملى پوليسو د سمون لپاره هڅېكړنلارې د ناهمغږۍ له كبله بيځايه لګېږي. په افغانستان كې دملي پوليسو د خپلواك ځواك د رامينځ ته كېدو په موخه ټولې146هڅې بايد په يوه واحده كړنلاره متمركزې شي.امريكې د متحده ايالاتو توپير لرونكي لرليدونه او د دولت د لرليدنشتوالي، هغه ټكي دي چې د افغانستان د پوليسو د برخې سمونيزېهڅې په شدت سره كمزورې كوي.ټول په دې اند يو چې د پوليسو په برخه كې د يوې هر اړخيزېستراتېژۍ نشتوالى يوه ستونزه ده. څو كسه سياست ايښودونكې چېد دغه څېړنې په اړوند د هغوي سره مركه شوې د ستراتيژۍ په دارزښت په اړه شك درلود او د دغه ټكي په اړوند يې اندېښنه وښودهچې مونږ د يوې ستراتژۍ په چوكاټ كې په بندي كولو سره وخت لهلاسه وركوو... مونږ بايد يو ملكي پوليس ځواك ولرو او ددغه كارلپاره كومې پراخې ستراتيژۍ ته اړتيا نلرو. 147 لكه څرنګه چې پهارزښتناكو اسنادو كې د خپرو شويو لويو ستراتيژيګانو( چې زياترهوخت د څوكيو د ډكولو په موخه چمتو كيږي) په پراختيا وخت لګيږيد دغه شك شتون ښايي د درك وړ وي. مګر د پوليسو لپاره د يوېګډې ستراتيژۍ شتون ددغه ټكي له نظره د ارزښت وړ دي چې دپوليسو د برخې لوي عاملين د متفاوتو او توپير لرونكو ستراتيژيګانو په پلي كولو بوخت نه وي مګر د هغه په ځاي به په ټوليز ډول ديوې ګډې موخې د تر لاسه كولو لپاره كار كوي.هغه پروسه چې توپير لرونكي لرليدونه په رسميت وپيژني او دافغانستان دپوليسو د سمون په برخه كې د بوختو عاملينو تر مينځ ديوه ګډ لرليد د پراختيا لامل وګرځي كولاي شي په خپل وار دستراتيژۍ دسند په پرتله ارزښتناك وي. آيا د پوليسو دسمون لپاره دهڅو ټوليزه موخه، لكه څرنګه چې جرمني د هغه څخه دفاع كوي بايد ديوه ملكي پوليس ځواك د جوړولو لپاره وي، چې د قانون د حاكميتپه موخه پوليس د ملكي چارو په تر سره كولو پيل وكړي؟ يا آيا لويهموخه لكه څرنګه چې د امريكې متحده ايالات د هغه څخه دفاع كوي،بايد د بلواوو پر ضد د مبارزې سره د مرستې لپاره د يوه پوځي ډوله(شبه نظامي) ځواك جوړول وي؟ آيا د افغانستان ملي پوليس بايد پهدواړو برخو (د ملكي پوليسي چارو تر سره كول) او (د بلواوو پر ضدمبارزه) كې ونډه واخلي؟ د پوليسو د ځواك لپاره د جرمني او دد جرمني لرليدجرمني د 2002 كال راپدېخوا د پوليسو د برخې سمون مخ ته بېولي دياو هغه لرليد چې د افغانستان د پوليسو لپاره يې په نظر كې نيوليدي، پوليس د ټولنيز نظم او قانون د پلي كولو يوځواك دي- نه يوامنيتي ځواك. په كابل كې د جرمني مقامات د افغانستان د مليپوليسو او ملي اردو د ونډې د نه روڼوالي په اړوند اندېښمن دي او دبېلګې په توګه د امريكې د متحده ايالاتو لخوا د ”د افغانستان د مليامنيت ځواكونه“ ويوكي كارولو ته ګوته نيسي، "چې د افغانستان دملي اردو او ملي پوليسو په اړه په بحث كې د پوليسو او اردو ترمينځهر ډول توپير له مينځ وړي" . 148 جرمني خپله انديښنه په هغه سند كېچې د 2006 كال د نومبر په مياشت كې خپره شوه په څرګنده بيان كړه:جرمني د يوه بل پوليس ځواك (د افغانستان مرستندوي پوليس (د جوړېدو اړتيا او په زيان منونكو ولايتونو كې د هغه ميشتكېدل د لنډ مهال لپاره تاييدوي. مونږ پرېكړه كړې چې په مينځمهال او اوږد مهال كې نه پرېږدو د افغانستان د ملي اردو او دافغانستان د ملي پوليسو د ملكي دندو( د افغانستاندمرستندويو پوليسو په ګډون) تر مينځ ليكه له مينځه لاړه شي.پوليس بايد پوليسي چارې مخ ته بوزي او نه ښايي چې يوه نيمه149پوځي (شبه نظامي) ځواك باندې بدل شي.دغه نظر چې د افغانستان ملي پوليس بايد د ټولنيز نظم او قانون د پليكولو يو ځواك وي نه يو امنيتي ځواك، ښايي د 2007كال په دوبي كېپه افغانستان كې د اروپايي ټولنې د پوليسو د پلاوي په جوړېدو سرهغښتلي شي او د پوليسو د برخې سرچينې هم په لويه كچه زياتواليومومي.د دوبۍ د دوهم كنفرانس رپوټ، 1 مخد افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، كابل، د 2006 كال د نومبر 29مه نيټه.همغه،د نومبر 30 مه 2006.د پوليسو سمون- دجرمني مرسته، د جرمني سفارت ، كابل،د 2006 كال د نومبر مياشت14614714814945