11.07.2015 Views

Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes

Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes

Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes

SHOW MORE
SHOW LESS
  • No tags were found...

Create successful ePaper yourself

Turn your PDF publications into a flip-book with our unique Google optimized e-Paper software.

د قانون حاكميت؟ د افغانستان د ملى پوليسو د سمون لپاره هڅې2. د پوليسو پر څانګه لنډه كتنه1 .26شاليد ‏(سابقه)‏افغانستان تر اوسه د قوي ښاري پوليسو څخه نه دي برخمن شوي.‏ د1960 او 1970 لسيزو په اوږدو كې د فدرال آلمان او د دموكراتيكآلمان جمهوريتونو،‏ د افغانستان د تازه كارو پوليسو د پرمختيا لپارهزده كړې او مرستې تر سره كړې.‏ د هغه مهال د پوليسو ځواك د تربيهشويو منصبدارانو څخه جوړ يو پوځ او بل پوځ چې د هغه عسكرانوڅخه جوړ شوي و چې په ډېره كمه كچه روزل شوي وو او د دوه كالهاجباري خدمت په پوره كولو هم اړ وو،‏ جوړ شوي ؤ.‏ په دغه دوره كېچې د ښاري پوليسو د ځواك د رامينځ ته كولو لپاره هر پرمختګ چېتر سره شوي،‏ د وسله والې جګړې په لسيزو كې له مينځه تللي دي چېد هغه راوروسته په 1979 كال كې د شوروي د رژيم لخوا پر افغانستانتيرى وشو.‏ لكه څرنګه چې مجاهدينو د شوروي د رژيم په وړاندې دمقاومت كچه لوړوله،‏ پوليس هم په يو زياتيدونكي ډول د پوځې ډولهځواك په توګه عمل كاوه؛ استخباراتي سازمانونو په پوليسي اموروكې ډېره مداخله وكړه؛ په زرګونو سياسي زندانيان توقيف او دپوليسو په توقيف ځايونو كې وساتل شول او ډير ځله ځورول اوشكنجه كېدل.‏په ‎1989‎كال كې ولسمشر نجيب االله په كابل كې د پوليسو اكاډميپرانيسته،كومه چې د ظاهر شاه د پادشاهۍ په دوره كې تاسيس شوېوه.‏ دغه اكاډمي په 1992 كال كې څرنګه چې دد نجيب االله د دولتړنګ شو او د كابل ولكه مجاهدينو په لاس كې واخيسته،‏ مجدداً‏رخصت كړل شوه.‏ د مجاهدينو د نوي دولت په جوړېدو په اردو اوپوليسو كې ټول په چوپړ لګيا عساكر له خپلو وظيفو څخه ليرې كړلشول.‏ د مجاهدينو تر مينځ ډله ايزې جګړې د اردو او پوليسو دځواكونو د جوړښت لپاره د هر ډول توافق مخنيوي وكړ.‏ دغه مسئله ديوه خړ او پړ وضعيت د رامنځ ته كېدو سبب شوه چې په هغه كې پليكوونكې څانګې ډېرې كمزورې او مركزي دولت د پوليسو په ګډون دهر ډول ټوليز كار د كړلو څخه كمزور پاتې وو.‏دغه غير قانوني او نامشروع چاپيريال،‏ د طالبانو د پيدايښت يوبنسټيز لامل ؤ چې په 1996 كال كې يې د كابل واګې تر لاسه كړې.‏طالبانو د سعودي عربستان څخه په تقليد يو ديني پوليسي ځواك دامر باالمعروف او نهي عن المنكر د سازمان په نامه جوړ كړ.‏ د"امرباالمعروف او نهى عن المنكر"،‏ پوليسو د شريعت د قانون څخه دطالبانو د محافظه كارانه تفسير د ملاتړ دنده په غاړه در لوده.‏ دشريعت د قانون څخه د طالبانو تفسير ته په پاملرنه،د بېلګې په توګه:‏ښځې بايد په پوره ډول د خلكو په مينځ كې پټې وي،‏ نرينه بايد ږيرهولري او ټول خلك بايد د ورځې پنځه وخته لمونځ وكړي.‏ طالبانو پهبيا بيا خلك توقيف او بندي كول او د شرعي محكمې په وسيله يېهغوي په درنو سزاګانو لكه د بدن د غړي پرې كول او اعدام محكومول.‏د 2001 كال په دسمبر كې د امريكې د متحده ايالتو په مشرۍ د ائتلافد ځواكونو په وسيله د طالبانو د له مينځه وړلو را وروسته،‏ دافغانستان لويو سياسي ګوندونو ‏(د طالبانو نه بغير)‏ د بن د پريكړهليك سره موافقه وكړه او د حامد كرزي په مشرۍ يې يو لنډ مهالحكومت وټاكه.‏ د شمالي ټلوالې پوځې ډوله ډلو چې د ائتلاف لهځواكونو سره يې مرسته كړې وه د قدرت له هغې تشې څخه چې دطالبانو د ماتې په سبب رامنځ ته شوې وه ناوړه ګټه واخيسته.‏ سيمهايزو او ولايتي پوليس ځواكونو چې ډيرۍ بستونه يې د دوه لسيزوجنګ جګړو او د دولتونو د نړيدو راوروسته خالي وو،‏ د ګوندونو دمشرانو لپاره يې د خپلو پوځي ډوله ځواكونو لپاره د پښې د ځاي دپيداكولو،‏ د هغوي د مشروعيت او بالآخره هغوي ته د معاش د وركړېلپاره ښه موقع په لاس وركړه.‏ 7 د لنډ مهال حكومت د لمړي كال لپاره دپنجشير څخه د شمالي ټلوالې د يو مشهور لارښود ټاكل د كورنيوچارو د وزير په توګه،‏ په پوليسو باندې د ګوندونو د ولكې كچه لوړهكړه.‏ په ډير كم وخت كې د پوليسو لوړ پستونه د شمالي ټلوالې د پوځيډوله جنګياليو په وسيله ډك شول.‏ د دغه جنګياليو ډيرئ يې د پوليسود چارو په اړه كم تجربه او كمه زده كړه يې كړې وه او يا هم دا چې8دپوليسي چارو په اړه د هيڅ ډول تجربې او زده كړې څخه برخمن نه وودغه برخه د ‏"نړيوالې بښنې اداره،‏ افغانستان : د پوليسو د څانګې جوړول د لاډيرو حقونو د ملاتړ په اړوند يو اړين ګام"،‏ د 2003 كال د مارچ مياشت،‏‎76-7‎ مخونهپه پوليس ځواكونو كې د پوځي ډوله ‏(شبه نظامي)‏ ځواكونو د ځاي پر ځاي كولو د شرحې د تر لاسه كولو لپاره مراجعه وكړئ:‏ په افغانستان كې د حكومت دارۍ په هكله لارښود،‏ د افغانستان د څيړنيېاو ارزونې اداره او نړيوال بانك،‏ 2004 كال،‏ ان اويانس،‏ نيك ماننګ او نور كسان،‏ 98-99 مخونه.‏د بېلګې په توګه د 2002 كال د جون تر مياشتې د كابل د پوليسو 15 پوستو څخه 12 يې د پنجشيري تاجكانو لخوا اداره كېدل.‏ د يوراسيا رسنيزۍ څخه،‏ د 2002 كال د جون ‎26‎مه،‏ او د ‏”په افغانستان كې دامنيت له مسالې سره چلند:‏ د امنيتى سكتور سمون،‏ په افغانستان كې د پوليسو پر سمون څخه كتنه“‏ مارك سدرا،‏ د BICC نړيواله مركز څخه.‏ ‎28‎مه توضيح پاڼه ‎33‎م مخ.‏6783

Hooray! Your file is uploaded and ready to be published.

Saved successfully!

Ooh no, something went wrong!