Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
Create successful ePaper yourself
Turn your PDF publications into a flip-book with our unique Google optimized e-Paper software.
د قانون حاكميت؟ د افغانستان د ملى پوليسو د سمون لپاره هڅېپخواني مرستيال په وينا د افغانستان مرستندوي پوليس ځواك د”ځواكونو د شمېرې زياتوالي ته د سملاسې اړتيا“ د پوره كولو پهموخه رامينځ ته كړل شو. 190 يوه نړيوال لوړپوړي مقام د افغانستان دمرستندويو پوليسو په رامنځ ته كولو كې بېړه د داسې يوې ستراتيژۍ191په نامه ياده كړه چې د ناهيلۍ او مايوسۍ له مخې خپله شوېده. اويوه بل مقام په دې اړه وويل: دغه عمل د اوږد مهالو ستونزو لپاره د لنډمهالو حل لارو څخه يوه ده. دغه ستونزې اوږد مهال فكر كول غواړي نه192لنډمهالې حل لارې.د افغانستان دمرستندويو پوليسو د بيړني جوړولو بلې خواته دافغانستان د ټولنيز نظم د ملي پوليسو د رامنځ ته كولو دقيق او په ځيرپلان كول دي. دغه 5،000 كسيزه ځواك په كليوالي سيمو كې د بلواوواو ناآراميو په وړاندې د غبرګون او ليرې پرتو او ډېرو خطرناكو سيموته د پوليسي خدماتو د رسولو په موخه جوړ شوي دي. د دغه ځواكغړي د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو د ځواكونو د غړو پهپرتله زيات روزل شوي او مجهز دي او د لارښود د تربيې په برخه كې دلازياتو روزنيزو پروګرامونوڅخه برخمن كيږي. 193 كه څه هم لاتراوسهډېر وختي دي چې د دغه نوي ځواك د اغيزو ارزونه وكړو، مګر ګټورهبه وي چې په راتلونكي كې د افغانستان ملي مرستندوي پوليس چېاوس اوس يې د اړتيا وړ شمېرې زياتوالي د خپل كار په لومړيتوبونوكې نيولي او د افغانستان د ټولنيز نظم ملي پوليس چې يو څه وختمخكې مګر د كړنو په څرنګوالي د تمركز له لارې پراختيا مومي، لهيوبل سره پرتله كړو.په عين حال كې چې ملي پوليس كولاي شي په ډېره كمه كچه په ځينوسيمو كې جدي ستونزه وي د پوليسو زيات شمېر په هغه صورت كېچې ګټور وي، يوازې د دغه ستونزې د حل كولو سره مرسته كولايشي. مركه كوونكي د پوليسو او كورنيو چارو د وزرات د زياتومقاماتو په ګډون په جدي توګه د افغانستان د ملي پوليسو څخه سروټكاوه. د يوه ولايتي پوليس په وينا:د مونږ د پوليسو منصبداران په ډېرو جرمونو، رشوت اخيستنېاو قاچاق كې لاس لري. وروسته له دې چې د مرستندويانو ټولېپيسې د پوليسو پر سمون ولګېدې، يواځيني كار چې مونږ يې194كړو هغه غلو ته د يونيفورم ور اغوستل دي.لكه څرنګه چې لاندې ګورئ د افغانستان او نړيوالو مطبوعاتو ټولو پهخپلو رپوټونو كې د يوه نيوكه كيدونكي ليد سره د پوليسو په څېړنهپيل كړي دي: ”د هلمند په ځينو سيمو كې تر ټولو بد دښمن پوليسدي“ (هرالد، د 2007 كال د جنورى 10مه نيټه)، ”فاسد پوليس دافغانستان د سمون پروسه له خنډ سره مخ كوي“ (ايدمانتون سن، د2007 كال د مارچ د مياشتى 3مه نيټه)، او ”هغوي چې په طالب واليڅارمن دي ښايي همدغه ګمارل شوي افغان غړي وي“ (اسوشيټدپرس، د 2006 كال د نومبر د مياشتى 25مه نيټه).سپارښتنه: د پوليسو د كړنو څرنګوالي ته د ځواكونو پرشمېر لومړيتوب وركړئځيني مقاماتو د پوليسو د كړنو د څرنګوالي او شمېر په اړوند بحثكې وويل: ”يو شي تر هيڅ شي ښه دي، يوه نيمګړتيا باالآخره د يوه شيپه وسيله ليرې كيږي“. 195 د افغانستان په ډېرو سيمو كې ستونزه دپوليسو او سيمه ايز حكومت نشتوالي نه دي بلكه د دغو ارګانونو دفساد او داړه مارۍ ستونزه ده چې زياتره وخت يې د ښو كړنو كچه دبدوكړنو او زيانونو په پرتله ډيره ټيټه وي. د پوليسو او ځايي دولتبدنامۍ په جدي توګه د كرزي د دولت مشروعيت كمزورى كوي او پهننني افغانستان كې د بې ثباتۍ يو لامل شمېرل كيږي. دغه مسئله نهيوازې په سهيل كې د طالبانو په ګټه ده بلكه په ټول هېواد كې د كرزىد دولت د محبوبيت د كمښت لامل ګرځي.له جنرال ګارى ابرين سره د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، د 2006 كال د نومبر 29مه نيټه.همان، كابل، د 2006 كال د اكټوبر 9مه نيټه.همغه، د 2006 كال د نومبر 30مه نيټه.د افغانستان د ټولنيز نظم د پوليسو په اړه معلومات د كول جَك Stankiewicz لخوا او د يوې شخصي اړيكې له لارې د 2007 كال د مي د مياشتې په دريمه نيټه وړاندې شوي دي.د ولايتي پوليسو د رئيس سره د دغه ادارى مركه، د 2006 كال د نومبر د مياشتى 27مه نيټه.د دغه ادارى مركه، د 2006 كال د نومبر د مياشتى 29مه نيټه.19019119219319419559