11.07.2015 Views

Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes

Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes

Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes

SHOW MORE
SHOW LESS
  • No tags were found...

Create successful ePaper yourself

Turn your PDF publications into a flip-book with our unique Google optimized e-Paper software.

د قانون حاكميت؟ د افغانستان د ملى پوليسو د سمون لپاره هڅې1. سريزهيو هېوادپاله او رښتينئ پوليس د خلكو دوست دي.‏ خلكهميشه د دوي د حقونو د پايمالښت سره د مبارزې په موخهپوليسو ته مخه كوي.‏ كه پوليس منصبداران لدې ځانګړنې څخهبرخمن نه وي نو خلك به هم تر ظلم او بې عدالتۍ لاندې ژوندپوليسو ته د تګ په پرتله ښه وبولي؛ ځكه هغوي پوهېږي چېپوليسو ته مراجعه د دوي ستونزې لازياتوي.‏د افغانستان په راډيو كې د ولسمشر كرزي د 2002 كال د نومبر د مياشتې2‎21‎مه نيټه ويناد خلكو وروستۍ غوښتنه وخت پېژندنه او په موقع سره دپوليسو رسېدل دي...‏ پوليس ‏(په ځينو ځايونو كې)‏ فاسد دي.‏پوليس ځواكونه د خلكو دستونزو يوه برخه ده؛ دوي دخلكوامنيت نه ټينګوي بلكه هغوي لوټوي او چور كوي يې.‏مل پاسوال ګرى اوبرين،‏ په افغانستان كې د امريكې د امنيت د ګډى3قومندانۍ مرستيال،‏ د 2007 كال د مارچ مياشتطالبان هېر كړئ.‏ زمونږ تر ټولو لويه ستونزه پوليس دي.‏4انور علي،د لارۍ چلوونكي،د 2007 كال د مي مياشتدغه خپرونه د پوليسو د برخې په اړه ټوليز معلومات بيانوي اوهمدارنګه د اصلاحاتو په اړه هڅې كومې چې د2002كال راپدېخواپيل شوې دي تر څيړنې لاندې نيسي.‏ او د پنځو ارزښتناكو مسئلو پهپيژندنه كار كوي چې پر هغوي باندې د اغيزمنو ملي پوليسو د5 لهجوړولو په موخه كاركول ډير اړين دي.‏2005كال را وروسته پهسهيل كې د طالبانو د حملو بيا پيليدلو،‏ د ګټور ملي پوليسي ځواك دجوړېدو اهميت زيات كړي دي او همدارنګه دغه حملې د پوليسو پهڅانګه كې د اصلاحي فعاليتونو د تر سره كولو لپاره د اړينو سرچينو دودې او رشد سبب ګرځېدلي دي.‏ ښايي په 2007 كال كې د نورو كلونو پهپرتله د پوليسو په برخه كې ډيرې پيسې ولګول شي ځكه خو دغه دتېرو هڅو څخه د زده كړې او د هغو د براورد لپاره او په راتلونكې كې دپوليسو د سمون لپاره د يو ټوليزه او اغيزمنه شيوى د رامنځته كولو پهمقصدله كوم فرصت څخه چې دغه اضافى سرچينې يې برابروى د ګټهاخستلو،‏ يو غوره وخت دى.‏پورتني اقتباسونه پر دغه ټكي ټينګار كوي چې د پوليسو د برخې دسمون څخه پنځه كاله تېرېږي او لاتر اوسه هم ځينې افغانان تر ظلم اوبې عدالتۍ لاندې ژوند كوي.‏ او پدې باور دي چې پوليس ډېر غله تهورته دي نه د خلكو دوست.‏ د دغه سيمه ايزې څېړنې په اوږدو كې دپوليسو منصبدارانو په ګډون د ډېر كم شمېر هغو افغانانو سره مخشوو چې د پوليسو يو ښه والي ووايي.‏ خلكو هميشه پوليس پر فساد،‏د توقيف لپاره د ‏(نيول،‏ رشوت ترې اخيستل او آزادولو)‏ يوې كړنلارېشتون،‏ پر خپل سر او غير قانوني بندي كولو او همدارنګه د خلكو سرهد بې رحمۍ له لارو د بشر د حقونو تر پښو لاندې كول،‏ د زندانيانو سرهد غيرانساني او ناوړه رويې په كولو لكه شكنجه،‏ او د غله په شان پهجرمونو كې لاس لرل،‏ اختطاف او د نشه اې توكو شوكه او قاچاق،‏څارمن كړي دي.‏ د مل پاسوال اوبرين د كتنو سره سم دغه مسئلهافغانانو ته ډېره عادي ده چې پوليس د ناامنۍ يوه لويه سرچينه ده نه دامنيت.‏دې ته په پام چې د امنيت مسئله زياتره افغانانو ته دلومړيتوبونو په سر كې ده،‏ د افغانانو د ساتنې د اصلي ارګان نوم بدييوه ګواښوونكې مسئله ده چې كولاي شي د دولت مشروعيت كمزورىكړي.‏د افغانستان دملي پوليسو د كمزورې كړنلارې او د پوليسو د نومبدۍ د روڼوالي په وخت كې بايد دې ټكي ته هم اشاره وشي چې ډېرپوليس منصبداران هم شته چې ډېر كوښښ كوي او ځانونه يې خپل كارته ځانګړي كړي دي؛ دغه منصبداران پدې هڅه كې دي چې د كاريجان كاتر،‏ ‏"فاسد پوليس د په افغانستان كې د سمون پروسه كمزورې كوي"،‏ ادمنتان سان،‏ كاناډا،‏ د 2007 كال د مارچ ‎4‎مه.‏كريس سندز،‏ په افغانستان كې د ډينا موټر چلوونكو ځان د بې قانونۍ څخه په لړزه دي نه د طالبانو څخه،‏ سن فرانسيسكو كرونيكل،د 2007 كال د مي ‎28‎مهد دغه سند سيمه ايزه څېړنه د افغانستان په څلورو ولايتونو ‏(كابل،‏ كندوز،‏ لوګر او تخار)‏ كې د 2006 كال د اكتوبر او نومبر په مياشتو كې تر سره شوه.‏ د دغه څېړنې په لړ كې دوزارت ، د پوليسو ولايتي او سيمه ايزو رئيسانو او نړيوال مهم مقامات چې د پوليسو په سمون كې بوخت دي ورسره پنځوس نيمه چمتو شوې مركې تر سرهكورنيو چارو دشوې ‏(د مركو د لړ د ليدلو لپارهلومړۍ ضميمې ته مراجعه وكړئ).‏ د تمركز د ډلې ګوښي بحثونه د پوليسو د مربيانو او د زده كوونكو له دوو ډلو سره د كندز د ولايت په روزنيز مركز كې تر سره شوي دي.‏ دغه مركې د افغانستان د مليپوليسو د كليدي مستنداتو د څېړنې او وروسته د خبر وركوونكو سره د ايمېل له لارې د لنډو اړيكو په ټينګولو سره پوره كړل شوې.‏دغه برخه د ‏"نړيوالې بښنې اداره،‏ افغانستان : د پوليسو د څانګې جوړول د لاډيرو حقونو د ملاتړ په اړوند يو اړين ګام"،‏ د 2003 كال د مارچ مياشت،‏‎6-7‎‏‏ مخونه23451

Hooray! Your file is uploaded and ready to be published.

Saved successfully!

Ooh no, something went wrong!