Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
Create successful ePaper yourself
Turn your PDF publications into a flip-book with our unique Google optimized e-Paper software.
د دغه ادارى د موضوعى مقالو د خپرونې لړۍد امريكې د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د نشه اې توكو او دقانون د پلي كولو نړيوالې كميټې په افغانستان كې د پوليسو دلارښوونې د تر ټولو لوي پروګرام د پلي كولو په موخه د امريكېمتحده ايالاتو د ډاينكرابلاسليك كړ. د ډاينكراپ تړون دد شخصي امنيتي كمپنۍ سره تړون2007 كال د مي د مياشتې څخه د 500مربيانو د چمتو كولو او د پوليسو د لارښوونې په موخه لاسليك شو.بر سېره پر دې چې لارښونه د متحده ايالاتو د لارښوونې د پروګرامدنده ده، د 20 په شاوخوا كې د ملكي پوليسو د دندو له ډلې څخه دهچې د اروپايي ولايتي بيا رغونې په ټيمونو كې په ټول هېواد كې ګمارل شويدي. د لارښوونې د پروګرامونو سره د اروپا مرسته ښايي د «پهافغانستان كې د اروپايي ټولنې د پوليسو پلاوي» په جوړېدو د پاموړ زياتوالي ومومي. دغه پلاوي په نظر كې لري چېكسه 160كارپوهان او پوليس منصبداران ځاي پر ځاي كړي. حتي د هغولارښوونكو شمېر چې د دغه پراخ پروګرام له لارې چمتو كيږي، د اړتياوړشمېر څخه ډېر كم دي. د ناټو د دفاع وزير په هغه غونډه كې چې په2007كال كې يې په كيوبك(Quebec)كې درلوده دنورو 2،000پوليس مربيانو د ليږلو غوښتونكي شو. كه څه هم د دغه كار سرتهرسول پانګې او په افغانستان كې د كار كړلو د شرايطو واجد مربيانو د113پيداكولو ستونزې ته په پاملرنه ډير ناشونى برېښي .د پوليسو د لارښوونې پروګرام د كورنيو چارو په وزارت كې د ننه، دملي پوليسو په پنځو سيمه ايزو قوماندانيو او څو د ولايتي بيا رغونېټيمونو كې ځينې لارښوونكې پر ګوته كړي دي. متحده ايالات او پهافغانستان كې د اروپايي ټولنې د پوليسو پلاوي ،(EUPOL) دواړه پهنظر كې لري ترڅو لازيات څارونكي په ولايتي او سيمه ايزو كچو او پههغه صورت كې چې د څارونكو شمېر په لوړه كچه زياتوالي ومومي،په سيمه ايزه كچه د پوليس مقاماتو د څارنې په موخه ميشت كړي.د څارنې يو اغيزمن پروګرام كولاي شي د پوليسو د هر اړخيز سمون دتګلارې په يوه ارزښتناكه عنصر بدل شي. مګر د څارنيز پروګرام د پليكولو په مخ كې ډېر زيات شمېر خطرونه او ننګونې شته دي. يو د ترټولو لويو ننګونو څخه، د ماهرانو او نړيوالو پوليس منصبدارانو دكافي شمېر پيداكول دي چې په لېرې او ځينو ناامنه سيمو كې دلارښود په توګه د كار غوښتونكي وي. امنيتي رژيمونه هغه بل خطردي چې څو تنو مركه شويو هغه ته ګوته نېولې ده؛ دغه رژيمونه چې پهسيمه كې د لارښوونكو د ساتنې لپاره ځاي په ځاي كيږي، په عين حالكې چې د دوي شتون د هېواد په ځينو سيمو كې اړين دي، كولاي شيد لارښوونكو اوتر لارښوونې لاندې پوليسو تر منځ د خنډ په پيدا كولوسره د لارښوونې د اغيزمنتيا كچه راكمه كړي.. 114 د ولايتي بيا رغونېټيمونو او په سيمه ايزو روزنيزو مركزونو كې د لارښوونكو ميشتكېدل كولاي شي د دغه اند د لا ځواكمن كېدو لامل شي چې دافغانستان ملي پوليس يو پوځي يا نيمه پوځي ځواك دي نه يو ملكيپوليسي ځواك.د لارښوونكو د كار د هدايت په موخه دسياسي وضعيت سره سمېتګلارې نشتوالي ښايي د پوليسو د لارښوونې په برخه كې دپروګرامونولپاره د غټو پانګو د بيځايه لګښت لامل شي. د لارښوونېپروګرامونه پر دغه فرضيه ولاړ دي چې نړيوال لارښوونكي هغه باخبرهعاملين دي چې د دوي كار په افغانستان كې د لوړپوړو شريكانو سره دپوهې او تخصص ويش دي مګر په حقيقت كې دغه امر په ډېرو مواردوكې د حل لاره نه ده.ښايي دغه نړيوال لارښوونكي په لويديځ كې دپوليسو د فني چارو په اړه زيات وپوهيږي، اما په افغانستان كې دپوليسو د سياست او كلتور سره د افغانانو په اندازه بلد نه دي. هغهفرد چې د افغانستان د سياست په اړه يې يوه اوږد مهالې څيړنه تر سرهكړې، دغه ټكي ته يې ګوتنيونه وكړه چې ډيرئ افغان كاركوونكي دنړيوالو كاركوونكو سره د كار پر مهال داسې فكر كوي چې دوي دټيټې كچې شريكان دي مګر په ډېره ماهرانه توګه كارونه پخپله ګټهسرته رسوي. 115 د لارښوونې ټيم ددې لپاره چې اغيزمنه لارښوونه ترسره كړي بايد د سياسي او مسلكي تخصص د تركيب څخه برخمن وياو په عين حال كې چې د دوي افغاني ملګري د پوليسو په فني چاروكې لارښوونه كوي پريږدي چې دغه افغانان دوي ته د افغانستان دكلتور او سياست په اړوند لارښوونه وكړي.(تام شانكر، " د ناټو او د هغه د تړونوالو د دفاع رئيسان د افغانستان د ځواكونو لپاره د لازياتو مربيانو د ګمارلو په اړوند فشار راوړي"، ،New Y<strong>or</strong>k Times د 2007 كال د اپريل 13مه نيټه.د اروپايي مقام د څرګندونو سره سم، "د يوه خطر سره مخ يو؛د دغه پر ځاي چې د افغانستان د ستونزو د حل لارې چارې ولټوو ذهن مو د كار په سيمه كې د بهرنيانو د ځان د ساتنې د څرنګوالي په هكلهبوخت وي" د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، كابل، د 2006 كال د نومبر لومړۍ نيټه.د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، كابل، د 2006 كال د ډيسمبر لومړى نيټه.11311411534