Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
You also want an ePaper? Increase the reach of your titles
YUMPU automatically turns print PDFs into web optimized ePapers that Google loves.
د قانون حاكميت؟ د افغانستان د ملى پوليسو د سمون لپاره هڅېاو د دغو پوليسو آخرنۍ شمېره 5،000 كسه ده چې بايد د 2008كال د دسمبر تر مياشتې پورې بشپړه شي.چې د 2004 كال د اكټوبر په مياشت كې جوړه شوه او په افغانستانكې د بلواوو د پېښېدو مخنيوئ كوي.د تيار سى پوليس. د دغو پوليسو دنده د چټك غبرګون دځواك په توګه د خدمت كول دي. او كيداي شي د اړتيا پر مهالدغه ځواك ټول هېواد ته پراختيا ومومي. په 2006 كال كې دتيارسۍ د پوليسو د تدريجي بهر كولو لپاره پرېكړه وشوه او دهغه په بنسټ د تيارسۍ د پوليسو شمېره4،116كسه تصويبشوه او پرېكړه وشوه چې د افغانستان د ټولنيز نظم ملي پوليس د2008 كال تر پايه پورې د چټك غبرګون دنده تر سره كړي.د افغانستان د لويو لارو پوليس. لكه څرنګه چې د دغهپوليسو د نوم څخه څرګندېږي د افغانستان د لويو لارو د امنيت دټينګښت دنده په غاړه لري. د دغه پوليسو فعاليت د 2006 كال پهمنځنيو مياشتو كې د نه ګټورتيا او فساد په دليل په ټپه ودرولشو. پلان شوي وو چې د افغانستان د لويو لارو د پوليسو 3،400كسيز ځواك د افغانستان د يونيفورم لرونكو پوليسو سره يوځايكړل شي او دواړه ځواكونه د سرحدي پوليسو د ګروپونو سره پهسهيلي ولايتونو كې چې تر ټولو ډېر د ګواښ سره مخ دي مېشتشي ... زياتره منصبدارانو په هغه سيمو كې د مېشت كېدو څخه36ډډه وكړه او ظاهراً د خپل يونيفورم او سلاګانو سره وتښتېدل.اوس مهال په راتلونكي كې د لويو لارو د پوليسو د جوړښت لپارهمذاكرې روانې دي.37د افغانستان د نشه اې توكو پر وړاندې د مبارزې پوليس:د دغه پوليسي ځواك چې د 2،264 تصويب شمېرې څخه برخمندي، دنده يې د نشه اې توكو پر وړاندې مبارزه ده. د نشه اې توكوپر وړاندې د مبارزې پوليس، د ټولو پوليس ځواكونو پر خلافچې د كورنيو چارو د امنيت معينيت ته رپوټ وركوي، خپلرپوټونه د نشه اې توكو پروړاندې د مبارزې معين ته وړاندېكوي. په دغه ځواك كې په ملي كچه د ګرفتارۍ يوه ډله شامله دهد كورنيو چارو د وزارت په چوكاټ كې د نشه اې توكو پر وړاندېد مبارزې په نورو ډلو كې د نيولو د طرح رېزۍ يوه مركزي څانګهشامله ده چې د كوكنارو او ترياكو د له مينځه وړلو په موخهداستخباراتي او خبر رسولو د چارو دنده په غاړه لري. بله څانګهد له مينځه وړلو ځواك دي چې د كوكنارو د كښت د له مينځهوړلو دنده لري. د افغانستان د نشه اې توكو پر وړاندې د مبارزېد پوليسو ترڅنګ د نشه اې توكو پروړاندې ځانګړي ځواك شتهچې يو پارلماني ځواك دي او په نېغه توګه جمهوري رياست او دكورنيو چارو وزير ته رپوټ وركوي. دغه ځواك په لېرې پرتوسيمو كې د قاچاق پر ضد عمليات تر سره كوي.386 .2د افغانستان مرستندوي ملي پوليس:د افغانستان مرستندوي ملي پوليس پدې وروستيو كې د لنډ مهالهپوليسي ځواك په توګه جوړ شوي دي چې د افغان ملي پوليسو څخهګوښى ځواك دي. دغه پوليس په 2006 كال كې د افغانستان په سهيلكې د طالبانو د بلواوو د مسئلې د حل په موخه د يوې لنډ مهالې حللارې په توګه جوړ شول. دغه امر سيمه ايزو قوماندانانو ته پر وفادارونيمه پوځې ځواكونو باندې د مركزي دولت د واګې د ساتلو يوه لارهده. د دغه پوليسي ځواك تصويب شوې شمېره 11،271 كسه ده. د دغهپوليسو نوي غړي په سيمه ايزه كچه او په 124 ولسواليو كې چې ترنورو زياتې تر ګواښ لاندې دي ګمارل كېږي. 39 د دغه پوليسو زياتتمركز پر شپږو سهيلي ولايتونو دي. نوي غړي په پيل كې يوازې10ورځې روزل كېږي– پنځه ورځې تيوري زده كړه او پنځه ورځې عمليزده كړه – او وروسته تر هغو د تړون شوي يوه كال په اوږدو كې په هرودريو مياشتو كې يو ځل د يوې اوونۍ لپاره زده كړه كوي.د دغه لنډې روزنيزې دورې په پاي كې نوي سرتيرې يو كلشينكوفAK-47) ټوپك) او د ملي پوليسو په سټنډرډ يونيفورم تر لاسه كوي.دوي د ملي پوليسو او د ګرځندوي پوليسو په شان70ډالره معاش•••د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، كابل، د 2006 كال د نومبر مياشت 23مه نيټه.36د مخدره توكو پر وړاندې د مبارزې دځانګړي حالت په دليل، په دغه رپوټ كې د CNPA په كار يا د مخدره توكو پر وړاندې پر ځانګړو پوليسي مسائلو باندې تمركز ندي شوى.افغانستان: نشه يې توكې او د امريكې پاليسې، د امركې د كانګرس څيړنيزه خدمتونه، د 2006 كال د د جنورى مياشت، كرستوفر ام بلنچاردشپږ ولايتونه فراه ، غزني، هلمند، كندهار، ارزګان او زابل.37383913