Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
Create successful ePaper yourself
Turn your PDF publications into a flip-book with our unique Google optimized e-Paper software.
د قانون حاكميت؟ د افغانستان د ملى پوليسو د سمون لپاره هڅېلاسته راوړي. د دغه امر په پايله كې، دولت يا وړتيا او يا همليوالتيا نلري چې د داسې سوداګرۍ مخه ونيسي كومه چې پهچټكۍ سره د افغانستان د قانون حاكميت او رهبرۍ ته د دوي176وفاداري كمزورې كوي.د 2006زيږديز كال په نومبر كې نړيوال بانك او د ملګرو ملتونو دپرمختيايې دفتر، داسې يو رپوټ خپوركړ چې په هغه كې د كورنيوچارو د وزارت د نشه اې توكو په سوداګرۍ كې د ونډې په لرلو څارمنشوي دي. په دغه رپوټ كې بحث شوي چې [د كورنيو چارو وزارت دقانون او اخلاقو خلاف سرچينو د لوړولو په موخه پوليس رئيسانغوره كوي] دا هم څرګنده ده چې د سياسي نړۍ د ملاتړ څخه پرته دافغانستان د ورانكارو ډلو فعاليت ناشوني دى. د دغه امر پايله دارباب او منشي د مراتبو د لړۍ رامينځ ته كېدل دي چې د قاچاق دوران كارانه فعاليتونو په برخه كې په اغيزمنه توګه له دولت ملاتړ ترلاسه كوي. د مطالعاتو پربنسټ:د وران كارۍ دبازارونو څخه د ملاتړ په هكله د كورنيو چارو دوزارت زياتېدونكي رول منجمله د ولايتونو او ولسواليو په كچهد پوليسو د تشكليلاتو لوړو څوكيو ته د غوره كولو له لارې دمخالفينو د قانوني او پوليسي فعاليتونو شونتيا آسانه كوي. دولايتونو او ولسواليو په كچه د پوليسو د تشكيلاتو كنټرول ترهر څه زيات د ناوړه چلندونو او جرمونو په كنترول كې ډېر اړيندي. 177په ملي كچه د فساد مسئلې په اړه د فساد سره د مبارزې د يوه ارګان اود لوي څارنوالۍ په دفتر كې د نشه اې توكو پر وړاندې د مبارزې د يوهلوي ستاد د فساد په تور د دولت د ځينو مقاماتو د نيونې په موخه دجوړولو او د ”د فساد سره د مبارزې د لارونقشه“ په ګډون ځينېاقدامات شوي دي. 178 بيا هم د نشه اې توكو په قاچاق كې د كورنيوچارو د وزارت د مقاماتو دونډې په پوهېدو سره سره د كورنيو چارووزارت او د افغانستان د ملي پوليسو په دننه كې د فساد د مسئلې دڅېړلو په اړه ډېر كم اقدامات تر سره شوي دي. د معاشونو او رتبو دسمون د پروسې په پيل كې ډېره هيله مندتيا وه چې د افغانستان د مليپوليسو د معاش زياتوالي د فساد د مسئلې د څېړلو سره مرسته كوي.مګر ډېر كم اسناد شته چې وښيي دغه امر تر سره شوي دي. بايد دكورنيو چارو په وزارت او د افغانستان په ملي پوليسو كې د فساد دمسئلې د څېړلو په موخه چې په جدي ډول يې د دغو ارګانونو اوهمدارنګه د مركزي دولت اعتبار او مشروعيت كمزورى كړي دي همسمبوليك او هم عيني اقدامات تر سره شي.د كورنيو چارو په وزارت كې واسطه بازي او قوميناانډولتيازياتره مركه كوونكو په ځانګړي ډول د كورنيو چارو د وزارتكاركوونكو د وزارت په دننه كې د واسطه بازۍ او د ګوندي او قوميسياستونو د شتون څخه شكايت كاوه. د كورنيو چارو د وزارت د يوهلوړ پوړي چارواكي په وينا:فساد يوازې په رشوت اخيستنې پورې تړلي نه دي- دا چې افراديوازې د خپل قوم ، قبيلې او كورنۍ لپاره كار كوي يو ډول فساددي .. .تر كومه وخته چې افراد د شخصي اړيكو پر بنسټ غوره(انتصاب) كيږي د پرمختګو رامينځ ته كول يو ستونزمن كار دي.مونږ په دې هڅه كې يو چې مسلكي پوليس د وړتيا پر بنسټ پركار وګمارو مګر په دغه كار نه يو توانېدلي. لوړ پوړي چارواكيد دوي د خپلوانو او دوستانو د ګمارلو په موخه پر مونږ فشار179راوړي.پدې اړه شكايت دادي چې په ټوليز ډول تاجكان د لوړو څوكيو په لرلوسره په ځانګړي ډول د پروان د ولايت څخه د نورو قومو په پرتله د ډېر”د افغانستان د مخدره توكو د سوداګرۍ تر مينځ “ اسكات بالدوف، كريسشين ساينس مانيتور، د 2006 كال د جون د مياشتې 13 مه.”په افغانستان كې د طالبانو د دورې راوروسته د مخدره توكو قاچاق او د سازمان شوو جرمونو پراختيا“ مارك شا. او په افغانستان كې د مخدره توكو صنعت: جوړښت ، كاركړنه ، خوځښت او د مخدرهتوكو پر كړنلارې د هغه اغېزه. د مخدره توكو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر او نړيوال بانك. 199-200 2006. مخونهتر اوسه ډېر وختي دي چې د كورنيو چارو په وزارت كې د ننه د متحده ايالاتو لخوا د جنايي معلوماتو د يوه واحد د جوړېدو د نوښت اغيزې و ارزوو. دغه ډله د كورنيو چارو او ځواب وركونې دميكانيزمونو د ځواكمن كېدو له لارې د فساد د كمښت په موخه جوړه شوېدهد افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، كابل، د 2006 كال د نومبر 19مه نيټه.17617717817955