Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
You also want an ePaper? Increase the reach of your titles
YUMPU automatically turns print PDFs into web optimized ePapers that Google loves.
د دغه ادارى د موضوعى مقالو د خپرونې لړۍاو د خړ پړتيا او زوږ د منځ ته راتللو لامل شوي دغه مسئله د) 13842005) كال د پوليسو د قانون او د (2004) 1383 كال د لنډ مهالوجزايي محكمو پر اصولو پورې مربوطه ده چې په ډېرو ځايونو كې د يوبل سره توپير لري او داسې څرګندونې پكې شته چې د افغانستان دشرايطو سره سمې نه دي. د بېلګې په توګه د 1978 كال د څېړنې او د[جرمونو] د كشف د قانون په بنسټ پوليسو ته د څيړنو په موخه لسورځې وخت وركول كيږي چې د 2007 كال د جزايي محكمو په اصولوكې دغه وخت 24 ساعتونو ته را كم شوي دي. وروسته بيا د 2005 كال دپوليسو په قانون كې دغه وخت 72 ساعتونو ته زيات شو. 167 زياتره هغوكسانوچې په دې اړه ورسره مركه شوې، د افغانستان اوسنيوواقعيتونو په نظر كې نيولو سره لېرې پرتې او د لاسرسۍ څخه ليرېسيمې، كمې ارتباطي آسانتياې، او د جرمونو د څېړنې په موخه دانسانې او مسلكي ظرفيت كموالي ته په پام وويل چېساعته د 72جنايي څېړنې لپاره ډېر كم وخت دي. د دولت د يوه پخواني لوړپوړيمقام په وينا د جنايي څېړنو په اړوندو قوانينو كې تغيرات راوستلولاندې اغيزې درلودلې دي:پوليس وايي : ”اوس مهال، پوليس وخت او واك نه لري چې يوهښه جنايي څېړنه تر سره كړي“، وروسته دوسيه څارنوال ته ليږېچې په ځيرسره د څېړنې د تر سره كولو لپاره د اړين ظرفيت څخهندي برخمن او هغه هم دوسيه قاضي ته ورليږي. قاضى هم د جرمپه اړه د كمزورې څېړنې په دليل نه شي كولاي يوې پرېكړې ته168ورسيږي.سپارښتنه :د امنيت د برخې د سمون اركان د قانون دحاكميت د يوې پراخه او منسجمې ستراتيژۍ سره ځاي پهځاي كړئد پوليسو او د قضا د برخې د سمون لپاره د يوې كړنلارې په نېولو كېپاتې راتلل د يوې اوږدمهالې ستونزې سره اړيكه لري – چې د ناكامسياست د بيا راګرځېدنې منل د امنيت د څانګې د سمون د اركانو جلاكول دي چې د ”لارښود مرستندويانو“ يا ”اصلي شريكانو“ لخوا ادارهكيږي. دغه تفكيك، د يادو شوو اركانو د هر يوه په چوكاټ كې دبرياوو د لاسته راوړلو لامل شوي او دغه برياوې هم د پلان كولو،بودجې په تامين او د پلي كولو په برخه كې د ظرفيتونو د شتون لهخاطره دي. د قانون د حاكميت پراخه او منسجمه ستراتيژي چې كولاييې شواي د څانګو د ستراتيژي ګانو د پراختيا او پلي كولو لپاره يوچوكاټ جوړ كړي، پر وړاندې ځينې خنډونه رامينځ ته شول.د امنيت د څانګې د سمون د پاليسى پاتې راتلل تر يوه ځايه د ”لارښودمرستندوي“ د ويوكي د ناڅرګندتيا په سبب وو. د بېلګې په توګه نورولويو مرستندويانو لدې امله چې جرمني د پوليسو د برخې لارښودمرستندوي ؤ په لومړي سر كې د پوليسو د برخې څخه زيات ملاتړونكړ. جرمني لدې كبله چې د پوليسو د ټولو برخو د سمون لپاره د پورهسرچينو څخه برخمن نه ؤ، په لومړيو كې د خپلو پروګرامونو د مخ تهوړلو لپاره د ستراتيژۍ په جوړولو بوخت شو. د جرمني څخه وروستهمتحده ايالات د پوليسو د سمون په برخه كې د اړينو سرچينو څخه دبرخمنتيا سره په كار بوخت شو. مګر د هغه اوږدمهالې ستراتيژي دسملاسي اړتياوو تر اغېزې لاندې راغلې ده لكه په لومړۍ مرحله كې دولسمشرۍ د ټاكنو لپاره د پوليسو چټك روزل او په دې وروستيوكې د طالبانو د بلواوو د ځپلو لپاره.په 2005 كال كې د بهرنيو چارو د وزارت څخه د دفاع د وزارت تر نظرلاندې د امنيت د اوښت ګډى قومندانۍ ته د افغانستان د پوليسو دبرخې د سمونيزو هڅو د لمړنيو دندو سپارل ډېر ګټور وو. او د هغوګټه داوه چې د پوليسو برخې ته زياتې ځاني او مالي سرچينې ځانګړېكړل شوې. د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو په روزنه كې دامنيت د اوښت د ګډۍ قومندانۍ رول په دې مانا دي چې د پوليسو اواردو تر مينځ د سمونيزو هڅو همغږيتوب او يووالي د امنيت د برخې دسمون دنورو اركانو په پرتله ډېر ټينګ دي. 169 په عين حال كې چې دافغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو همغږيتوب يو ارزښتناك امرد پوليسو او څارنوالۍ تر مينځ همغږي: قانوني كاري چوكاټ“ د پاور پاينټ د پروګرام په وسيله وړاندې شوي د”د افغانستان د ملي پوليسو او څارنوالۍ تر مينځ د ښۍ همكارۍ په موخه د ايټاليا اوآلمان ګډ سيمينار “ ، كابل. د 2006 كال د اګسټ د مياشتې 12-13. ميخايل هارتمن،د افغانستان د لوي څارنوالۍ سلاكارد افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، كابل، د 2006 كال د نومبر 16مه نيټه.د پوليسو او اردو تر مينځ د همغږيتوب او سرته رسونو د غښتلتيا اړوند بېلګې دادي: د پوليسو د سيمه ايزو قوماندانيو جوړول چې د ملي اردو د سيمه ايزو قوماندانيو په شان دي ، د يوهسمبالوونكي تشكيل مينځ ته راوړل جې د افغانستان د ملي اردو د سمبالوونكي تشكيل په شان دي او د افغانستان د ملي اردو د ګمارلو دسيستم سره د افغانستان د ملي پوليسو د ګمارلو د سيستمنږدې كول.16716816952