Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
You also want an ePaper? Increase the reach of your titles
YUMPU automatically turns print PDFs into web optimized ePapers that Google loves.
د قانون حاكميت؟ د افغانستان د ملى پوليسو د سمون لپاره هڅې3 .2•••••د كوكنارو او چرسو د كښت او د نشه اې توكو د توليد او قاچاقپر وړاندې مبارزه؛د سازمان شوي تروريزم او جرمونوپه وړاندې مبارزه؛په واټونو د تګ راتګ څارنه او تنظيم؛د طبيعي پيښو د ځپل شويو سره مرسته؛ اود سرحداتو ساتنه، د قاچاق مخنيوئ او په نړيوالو هوايي ډګرونواو سيمو كې د پرتو تلاشۍ د پستو كنټرول؛د افغانستان د ملي پوليسو شمېرپه افغانستان كې د ټولو وزارتونو او دولتي ادارو جوړښت او د غړوشمېر د هغه د تشكيل پر بنسټ ټاكل كېږي. د2005كال د نومبر پهمياشت كې د افغانستان د ملي پوليسو تشكيل د دولت لخوا62،000كسه تصويب شو. په دغه شمېره كې 50،000 يونيفورم لرونكي او12،000 سرحدي پوليس شامل وو. دغه شمېره د جرمني د پوليسو دپروژې لخوا وړانديز شوه او د هېواد د امنيتي اړتياوو او پوليسو دشمېر تر مينځ د انډول له مخې او چې له مالى لحاظه پاييدونكې وى،15تاييد شوه. دغه شمېره وروسته د افغانستان په پرېكړه ليك كې دپوليسو د برخې د معيارونو بنسټ ومنل شو چې د افغانستان دولت اود هغه نړيوال مرستندويان د 2006 كال د جنوري- فبروري كې دهغه پهاړه توافق ته سره ورسېدل:د 2010 كال تر پايه پورې يو 62،000 كسيزه ملي او سرحدي پو--ليسو ځواك چې په پوره ډول قانوني، مسلكي او ګټور وي او دقومي نظره هم انډول وي، كولاي شي چې د هېواد امنيتياړتياوې په اغېزمنه توګه پوره كړي او د مالي نظره هم په ډېره16كچه بادوامه وي.كه څه هم د پوليسو تصويب شوې شمېره ټاكلې ده، مګر په افغانستانكې د پوليسو جوته شمېره لا تر اوسه نه ده څرګنده شوې. د افغانستانپوليس په تېرو كې د يوې كمزورې شمېرې لرونكي وو او لدې كبلهچې په تېرو لسيزو كې د معاشونو كچه د تصويب شويو پوستونو دشمېر پر بنسټ ټاكل كېده نه د پوليسو د رښتيني شمېر پر بنسټ، دپوليسو د شمېر د زياتوالي په اړوند ځينې انګېزې هم شته. د 2006 كالد جون په مياشت كې د امنيتي اوښتون ګډې قوماندانۍ- افغانستانپه خپل رپوټ كې په تقريبي ډول70،000كسه اعلان كړ چې دافغانستان په پرېكړه ليك كې د حداكثر تصويب شوې شمېرې يعني62،000 كسو څخه اوړي. 17 په 2007 كال كې د كورنيو چارو د وزارت پهرپوټ كې د افغانستان د ملي پوليسو شمېر ه 59،658 كسه اعلانشوه. د نورو ارګانونو اټكل د پوليسو په اړه ډېرې كمې شمېرې ښيي اود هغې څېړنې پر بنسټ چې د 2006 كال په سپټمبر كې تر سره شوې پهزابل كې له هرو 776 ثبت شويو پوليسو څخه يوازې 271 كسه يې دندېته حاضر شوي دي. 18 سره لدې دغه ټيټه شمېره په واقعيت كې د دېټكي ښكارندوي ده چې ظاهراً د پوليسو ځينې غړي په ليرې پرتو ياخطرناكو ولسواليو كې د خپلو دندو پرېښودو او د هغه پر ځاي پهولاياتو او يا نورو ښاري مركزونو كې د ګمارل كېدو لېواله دي.د پوليسو پر شمېر برسېره بايد د دغه ځواكونو په دننه كې د انډولراوستلو ارزښتناكې مسئلې ته هم د كړنو د اغېزې له اړخه او هم دجغرافيايي اړخه پاملرنه وشي. اوس مهال پوليس ځواكونه د لويوكمښتونو سره مخ دي لكه سرحدي پوليس چې تر اوس مهاله يې دتصويب شوې شمېرې يوازې 65 په سلو كې يې پوره كړې ده. په ځينونورو ځايونو كې لكه د كورنيو چارو وزارت چې په هغه كې اوسنۍسمونيزه پروسه كولاي شي تر 8،000 د زياتو غړو د كمښت لامل شي،پوليس تر اړينې كچې زيات دي. 19 په پورتنۍ كچه د ځواكونو كمښتالبته زياتره د لوړ پوړو څخه پدې مانا دي چې بايد ډېر ځواكونهوګمارل شي البته په ټيټو پوړو كې.د 2006 كال په پسرلي او اوړي كې د افغانستان په سهيل كې د طالبانود بلواوو پراخ زياتوالي د افغانستان په پرېكړه ليك كې د تصويبشوې شمېرې (62،000) كسو څخه د ځواكونو د زياتوالي لپاره دلنډمهالو اقداماتو لامل شو. د 2006 كال د جولاي په مياشت كې دافغانستان ولسمشر ښاغلي حامد كرزي حكم صادر كړ او په هغه كېد امريكې د متحده ايالاتو د كورنيو چارو او دفاع وزارتونه، د افغانستان د پوليسو د تياري او روزلو په هكله د دغو وزارتونو تر منځ ارزونه، د 2006 كال د نومبر مياشت. 11م مخ.د افغانستان تړونليك، د افغانستان په اړه د لنډن كنفرانس، د 2006 كال د جنورى له 31مې څخه د نومبر تر لومړى نيټې پورى، لومړۍ ضميمه: وخت او معيارونه، 6م مخ.د دوه وزارتونو تر منځ د افغانستان د پوليسو د تياري او روزلو ارزونه. 11م مخ.د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، كابل، د 2006 كال د نومبر 26مه نيټه.د كورنيو چارو وزارت، د دغه وزارت دننه د سمون د پرمختګ په هكله راپور، د همغږى او څارنى د ګډ دفتر 4مه غونډه. برلين، د آلمان هيواد، د 2007 كال د جنورى 30-31مې نيټې پورى، 16م مخ.15161718197