11.07.2015 Views

Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes

Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes

Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes

SHOW MORE
SHOW LESS
  • No tags were found...

Create successful ePaper yourself

Turn your PDF publications into a flip-book with our unique Google optimized e-Paper software.

د دغه ادارى د موضوعى مقالو د خپرونې لړۍلپاره زياتو امنيتي ځواكونو ته اړتيا درلوده،‏ يو اړخيزه پرېكړه وكړه.‏افغانستان مخكې تر دې هم د نويو ملكي پوليسو د لاسه وركول تجربهكړي دي؛ لكه څرنګه چې دغه ځواك په 1980 لسيزه كې پوځي حالتځان ته غوره كړ او د بلواوو سره د مبارزې په موخه يې د نيمه پوځيځواك شكل ځان ته غوره كړ.‏ لكه څرنګه چې د طالبانو د بلواوو دكمېدو كومه نښه نه ليدل كېږي بايد د بلواوو د عملياتو سره د مرستېپه موخه د نيمه پوځي ځواك جوړېدو ته جدي پاملرنه وشي.‏ ترڅو لدېلارې پوليسو ته د دې وړتيا وركړو چې تر شونې كچې پورې ملكيپوليسي دندې تر سره كړي.‏ ځينو مركه شويو سپارښتنه وكړه چې بايديوه امنيه اداره او يا داسې پوځي پوليس ځواك جوړ كړل شي چې ښهتجهيزات ولري او غړو يې په ښه توګه زده كړه كړې وي او د افغانستاند ملي اردو سره د افغانستان د ملي پوليسو په پرتله ډېره اړيكه ولري.‏دغه امر د پوليسو د پوځي كولو د اړتيا د كمښت لپاره ګټوره ده اوكولاي شي د ګټور ملكي پوليسي ځواك د جوړېدو چې وكولاي شي ديوې اصلاح شوې قضايي څانګې په مرسته د قانون حاكميت پراخكړي،‏ د اوږد مهالې موخې ملاتړ كوي.‏شپږم چوكات ‏:پوليسو ته د تر ټولو كوچنۍ ونډې د وركولو دليلد افغانستان د ملي پوليسو تاريخي رول په ځانګړي ډول په كليوالي سيمو كې ډېر كم دي،‏ د پوليسو اصلي دنده د هر هغه شي څخه ساتنه اوملاتړ دي چې كولاي شو د دولت محدوده يې وبولو.‏ په دغه دنده كې د تعميرونو،‏ دولتي مقامات په ولسواليو او ولاياتو كې او په واټونو اوسرحدي سيمو كې د تلاشۍ د پوستو اداره ګډون لري.‏ د پوليسو رول د خلكو د ملكيت په اړه ډېر كم دي او افغانان تر هغه ځايه چې شوني ويپوليسو ته مراجعه نه كوي . 163 ځيني ملكي او جنايي دعوي ګانې لكه د ځمګو دعواوې او يا جنايي دعواي ګانې،‏ د خلكو د محدودې څخه ددولت محدودې ته ارجاع كېدلې چې د غه امر د پوليسو لپاره په محكمو كې رول پيدا كړ.‏ كه څه هم زياتره ملكي قضيې او جنايي پيښېپوليسو يا محكمو ته چې د خلكو په نظر فاسد او زيات لګښت يې درلود او د دعواي پروسه يې ډېره ورو مخته بېوله،‏ نه راجع كېدې،‏ مګر د164عرفي قانون له مخې حل او فصل كېدې.‏نن ورځ دغه اخيستنه چې د شونتيا تر مهاله پوليسو ته په دې دليل چې فاسد او د نا امنۍ سرچينې دي د مراجعې څخه ډډه وشي،‏ ښايي تروړاندې زياته غښتلې وي.‏ په افغانستان كې اوسنيو سياسي واقعيتونو ته په پام په دولت جوړونه او سازمانې سمون كې د نړيوالې ټولنېكمزورې سابقه او سمون ته د كرزي د دولت د كمې ليوالتيا په سبب كولاي شو د افغانستان ملي پوليسو ته د ډېر كوچني رول د وركولو په اړهاستدلال وكړو.‏ په دغه برخه كې اړين دي چې په ډېره زياته خوشبينۍ فرض كړو چې د پوليسو د سمون لپاره هڅې،‏ د ډېر زيات فساد په اړه،‏ دافغانستان د ملي ګوندي او تالاكوونكو پوليسو چې د نشه اې توكو په قاچاق كې يو ډېر لوي رول لوبوي،‏ د داسې يوه ځواك د جوړېدو چې دبشر حقوقو ته احترام وكړي او د قانون حاكميت پراخه كړي،‏ په برياليتوب سره مخته تللې دي.‏ پردې برسېره د قضايي ځانګې په ځواكمن كولوكې د نړيوالې ټولنې ناكامۍ ته په پام ښايي قضايي سيستم د وړاندوينې وړ راتلونكي كې ونه شي كولاي د قانون د حاكميت د پراخېدو پهموخه د افغانستان ملي پوليسو سره اغېزمنه مرسته وكړي.‏د پوليسو د اصلاح كوونكو د هڅو او لوړو موخو سره سره يو قوي امكان شته چې د افغانستان ملي پوليس د ناامنۍ د يوې لويې سرچينې پهتوګه پاتې شي نه د امنيت د ټينګښت د سرچينې په توګه.‏ لدې امله،‏ كولاي شو د دغه مسئلې استدلال وكړو چې يو كوچنى او د كمو دندولرونكى ځواك د يو لوي ځواك چې پراخه دندې ولري په پرتله ډېر اغېزمن او مناسب دي.‏د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه،‏ كابل،‏ د 2006 كال د ډيسمبر لومړۍ نيټه.‏د عرفي قوانينو او رسمي قضايي ارګانو د اړيكو په اړوند د دقيقو معلوماتو د تر لاسه كولو لپاره مراجعه وكړئ:‏ ‏”د افغانستان عرفي قانون او د رسمي قضايي ارګانونو سره د هغه اړيكه “ توماسبارفيلد،‏ واشنګټن ډي،‏ سي،‏ د متحده ايالاتو د سولې انستيتيوت ، 2003.16316450

Hooray! Your file is uploaded and ready to be published.

Saved successfully!

Ooh no, something went wrong!