Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
Create successful ePaper yourself
Turn your PDF publications into a flip-book with our unique Google optimized e-Paper software.
د قانون حاكميت؟ د افغانستان د ملى پوليسو د سمون لپاره هڅېد نړيوال امنيت په دايرو كې د شبه نظاميانو نوم او آوازې تغير وموند.دغه ځواكونه د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په موخه د لويديځواتحاديو د جوړښت څخه مخكې د جنګ سالارانو او د نشه اې توكو دتوليد كوونكو د شخصي ځواكونو په توګه ګڼل كېدل چې چاته وفادارنه پاتې كېدل، دوي د بشر د حقونو په اړه د يوې اندېښنې پاروونكېسابقې لرونكي دي. 47 سره لدې هم ولسمشر كرزي د قبيلوي شبهنظاميانو څخه د ملاتړ د زياتوالي هر كلي كوي. ښاغلي كرزي د2006كال په لومړيو كې 48 دكړنلارې د پلي كوونكي ډلې د لومړيو غونډوڅخه په يوه كې د”ځانګړي عملياتي مرستو“ له لارې د لازياتې بودجېپر ځانګړي كولو د قبيلوي شبه نظاميانو د ګمارلو په موخه ټينګاركاوه او پدې اړوند يې خبرې وكړې چې قبيلوي مسئلې د يوي قبيلوي49كړنلارې په طريقه حل كيداي شي.نړيوال اصلي مرستندويان لومړى په سهيل كې قبيلوي شبه نظاميانوته د بسياكوونكې پانګې او سلا د وركولو لپاره د ښاغلي كرزي دوړانديز په اړه شكمن وو. دوي د هغه په ځاي د بيا انډول په نامه يوپلان وړاندې كړ، په دغه پلان كې د افغانستان د لويو لارو د پوليس لهمينځه تګ چې بې ګټې او فاسد ګڼل كېدل او د دوي د غړو يو ځايكول د سرحدي پوليسواو د تيارسى د پوليسو سره او په سهيليولايتونو كې د هغوي مېشت كېدل چې تر ټولو ډېر تر ګواښ لاندېدي، راغلي وو. د بيا انډول پلان د دولت او د هغه د نړيوالو شريكانولخوا ومنل شو مګر د 2006 كال د جولاي په لمړۍ نيټه د حامد كرزيلخوا د هغه د پلي كولو د حكم د لاسليك كولو څخه مخكې دوهمياشتې نور وځنډول شو. په همدې وخت كې په افغانستان كېپاڅونونه پيل شول او هغه هېوادونو چې د آيساف په چوكاټ كې يېسهيل ته ځواكونه لېږلي وو، اړينه وګڼله چې د بلواوو ضد عملياتولپاره ډېرځواكونه ځاي په ځاي كړي. دغه هېوادونه پدې باور وو چېپوره وخت نشته چې د بيا انډول د پلان پايلو ته منتظر و اوسو د كوم50چې د هغه د پلي كولو په اوږدو كې لويې ستونزې رامنځ ته شوې لهبل لوري د قبيلوي شبه نظاميانو د ملاتړ په موخه د حامد كرزي پلانتعديل وموند او داځل د افغانستان مرستندوي ملي پوليسو په نومپلي شو. زياتره هغه كسان چې د دغه پوليسو په جوړېدو كې يې ونډهدرلوده، ټينګار كوي چې د افغانستان مرستندوي ملي پوليس كومه51نړيواله آيډيا نه بلكه خپله د ښاغلي كرزي نظر دي.سره لدې چې د څارنيز او د غړو نيولو د دقيق سيستم د جوړېدو څخهډاډ تر لاسه شوي، د ډېرو رپوټونو پر بنسټ دغه امر يوازې شته مسئلهنه ده. د يوه رپوټ په بنسټ امريكايي مربيانو اټكل كړي د افغانستاند مرستندويو ملي پوليسو د هرو لسو غړو څخه يو يې طالب دي. 52 نوررپوټونه د دغه ټكي ښكارندوي دي چې آيا د افغانستان مرستندويملي پوليس په قصدي يا اشتباهي توګه د افغانستان په سهيل كې شبهنظاميانو ته د مشروعيت بښلو د ميكانيزم په توګه كارول كېږي(لومړي چوكاټ ته مخه كړئ).د افغانستان د مرستندويو ملي پوليسو مسئلې /اندېښنېكابو ټولو مركه كوونكو د افغانستان د مرستندويو ملي پوليسو دجوړېدو پر پرېكړه نيوكه وكړه. د دغو افرادو څخه څو تنو يې په دې اړهاندېښنه څرګنده كړه چې د دغو پوليسو جوړول كولاي شي د غيرقانوني شبه نظاميانو د خالي سلا او تيت و پرك كولو لپاره شته هڅېكمزورې كړي. له 2002 كال راپدېخوا نړيوالي ټولنې په ميليونونو ډالر دبى وسله كولو او ملكي كولو په پروګرام باندې لګولي دي چې د هغهراوروسته د غير قانوني وسله والو ډلو د تجزيې پروګرام پلي شو. دغير قانوني وسله والو ډلو د تجزيې په پروګرام كې بوخت يوه نړيوالمقام په وينا، د افغانستان مرستندوي ملي پوليس ددغه پروګرام پروړاندې يوه ستونزه ده؛ ځكه چې مونږ په بنسټيزه توګه شبه نظاميډلې په رسميت نه پېژنو او د بى وسله كولو او ملكي كولو پروګرام په53ټپه دروو.”په افغانستان كې د جګړې او امنيت خصوصي كول “ د سولې او امنيت ژورنال ، دويم ټوك ، لومړۍ ګڼه. 2007 كال 29-30 مخونهPAG د ناورينو د ادارې يوه ډله ده چې په 2006 كال كې د افغانستان په سهيل كې د بلواوو د مسائلو په اړوند جوړه شوې ده. د دغه ډلې تمركز پر څلورو برخو دي: امنيتي عملياتونه ،بيا رغونه اوپراختيا، ستراتېژيكې اړيكې او استخبارات ”د افغانستان د پرېكړه ليك پلي كول “ د همغږۍ او څارنې د ګډ هيئت نيم كلنۍ رپوټ، د 2006 نومبر،5 مخد يوه نړيوال مقام سره د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه ، كابل،د2006 زيږديز كال د اكټوبر 9مهد افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، كابل، د 2006 كال د نومبر 23مه نيټه.په همدغه خپرونه كې، د 2006 كال د نومبر د مياشتى 29مه نيټهBenjamin Sand, “Afghan Government Recruiting Thousands of Auxiliary Police to Battle Insurgents”, Voice of America, 10 January 200د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارى مركه، كابل، د 2006 كال د نومبر 30مه نيټه4748495051525315