Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
Cops or Robbers Reforming the ANP IP_Pashto_linked footnotes
- No tags were found...
Create successful ePaper yourself
Turn your PDF publications into a flip-book with our unique Google optimized e-Paper software.
م5م5د دغه ادارى د موضوعى مقالو د خپرونې لړۍكه چېرې د پوليسو د كړنو او اغيزمنتوب په هكله د پام وړ پرمختګونه شي، ښايي يوازې د پوليسو د شمېر زياتوالي و نشي كولاي يوه ښهاو د پام وړ اغېزه ولري. د كورنيو چارو د وزارت د سمون، په ځيرګمارلو او څارنې، ښې روزنې، د كورني كنټرول د ځواكمنوسيستمونو دجوړولو او د اصلاح شوې قضايي څانګې سره د ټينګواړيكو د رامنځ ته كولو له لارې د پوليسو د كړنو په څرنګوالي كې ښهوالي راتلاي شي. تر هغه وخته چې د پوليسو د شمېر زياتوالي د امنيتد برخې د يوې ستونزې په توګه وشمېرل شي، ښايي د كم روزل شويوپوليسو په شمېره كې زياتوالى، د افغانستان پر امنيت يوه ناوړه اغېزهولري.5. 5، د امنيت د څانګې مالي ثباتد پوليسو د كړنو څرنګوالي ته د هغوى پر شمېر د لومړيتوب وركولواصلي دليل دادي چې په وړاندوينه وړ راتلونكي كې ښايي افغانستاند دې وړتيا ونلري چې په خپلواكه توګه د امنيت د برخې د ارګانونوپراخه شمېره 196 چې اوس مهال د پراختيا په حال كې دي وساتي. 197 دامنيت په برخه كې د امنيت د اړتياوو د پوره كولو لپاره د سازمانونوجوړولو ته ډېره ليوالتيا شته او په اوږد مهال كې د هغوي د ساتني اومخ ته بېولو لپاره د افغانستان وړتيا ته ډېره كمه پاملرنه كيږي. په عينحال كې چې د امنيت د څانګې دارګانونو پياوړتيا بايد د لومړيتوبونوپه سر كې وي، د مالي ثبات اړوندو مسائلو ته نه پاملرنه لامل ګرځيچې دغه ارګانونه خپله د بې امنۍ په سرچينه بدل شي. د بېلګې په ډولښايي د افغانستان ملي پوليس او ملي اردو د وسله والو او روزلشويو سرتېرو او پوليسو د معاش د وركړې لپاره د بسيا كوونكېبودجې د نه شتون په صورت كې په يوه امنيتي ستونزه بدل شي. د هغوزياتو پانګه اچونو سره چې د امنيت د برخې د پياوړتيا په موخه تر سرهشوې دي، د افغانستان ملي پوليس او ملي اردو دوه داسې ارګانونهدي چې په ټوليزه كچه د نورو ارګانونو په پرتله د زياتې بودجې او ښوتجهيزاتو څخه برخمن دي. لكه څرنګه چې په نورو ځايونو كې ليدلشوي دي د امنيت يو نا انډول ځواكمن ارګان كولاي شي له سياسينظره د بې ثباتۍ يو لامل وي.د امنيت د برخې مالي ثبات ته په لومړيتوب وركولو كې وروسته واليداسې يوه مسئله ده چې په جدي توګه د افغانستان د ټوليزو اوخصوصي برخو د ډېرو ارزښتمنو عناصرو د پراختيا پر وړاندې ګواښدي. مالي ثبات ته نه پاملرنه په ځانګړي ډول په داسې شرايطو كې يوهجدي ستونزه ده چې بهرنۍ مرستې كموالى ومومي كومې چې اوسمهال د امنيت د څانګې لګښتونه پوره كوي. نړيوال بانك د 2005 كالپه خپل رپوټ كې "د امنيت په څانګه كې د ټوليز مالي مديريت د ښهوالي په توګه د مالي ثبات مسئلو ته سملاسي اړتيا لا روښانه كړه. پهدغه رپوټ كې اټكل شوي چې د امنيت د څانګې لګښتونه، له هغېډلې د نشه اې توكو سره د مبارزې لګښت د افغانستان د ټوليزو عامهلګښتونو د 45 تر 50 په سلو كې سره سم دي. په دغه رپوټ كې څرګندهشوېده چې جدي ګواښ شته چې د امنيت د څانګې لګښتونه ښاييدومره زيات وي چې اقتصادي ودې او د فقر كمښت د ملاتړ لپارهځانګړې شوي بودجې د هغه د پوره كولو لپاره بسنه ونه كړي. په دغهرپوټ كې همدارنګه راغلي دي:د امنيت په څانګه كې د مالي ثبات د مسئلو كنټرول، يوهسملاسي اړتيا ده، لكه څرنګه چې داسې ګواښ شته چې پهراتلونكي كې افغانستان ښايي د ځواكونو د شمېر، معاشونو اود معاش نه پرته لګښتونو، سمبالتياوو، بيار غونې او نورو پهاړه د پرېكړو د مالي ثبات لپاره د بسيا كوونكې وړتيا څخه198برخمن نه وي .دغه كواښ د ماليې وزارت د ننه څخه پرته په ټوليزه توګه د نه پاملرنېوړ وګرځېد. د نړيوال بانك د 2005 كال د رپوټ د خپرېدو څخهراوروسته د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو د مالي ثباتد افغانستان ملي پوليس هم د قانون دحاكميت ارګان او هم د امنيت د برخې يو ارګان دي . مګر د مالي ثبات په اړوند د لاندې بحث د موخې پر بنا د افغانستان ملي پوليس د امنيت دڅانګې د يوه ارګانپه توګه انګېرل كېږي ؛ لكه څرنګه چې د هغو ډېرې پرېكړې لكه د افغانستان دملي پوليسو د شمېر زياتوالي چې لويې مالي اړتياوې لري ، د امنيت د ټينګوونكي يا د بلواوو سره د مبارزې د ځواك پهتوګه د افغانستان د ملي پوليسو د ارزښت له كبله كيږي.دغه امر په ټاكلي ډول د پوليسو په برخه كې صدق كوي او تر يوه ځايه لدې امله دي چې د افغانستان د ملي اردو لګښتونه د دولت په بېرته راګرځېدونكې اصلي بوديجه كې شامل دي . اصلي بوديجه دپوليسو د عملياتي لګښتونو د پوره كولو په موخه د ډېر زيات كمښت سره مخ ده .مديريت، په پراختيا كې د مالي چارو اداره، د رپوټ شمېره ،AF-34582 د 2005 كال د ډسمبر د مياشتې 22 مه 41 مخټوك: د افغانستان په امنيتي سكټور كې د مالي ادارې د وضعيت سمون “ د بېوزلۍ د كمولو واحد او د اقتصادټوك: د افغانستان په امنيتي سكټور كې د مالي ادارې د وضعيت سمون “ د بېوزلۍ د كمولو واحد او د اقتصاد مديريت، په پراختيا كې د مالي چارو اداره، د رپوټ شمېره ،AF-34582 د 2005 كالد ډسمبر د مياشتې 22 مه 14 مخ.19619719860